Connect with us

تازه خبرونه

د کوکنارو کر د تېر کال په پرتله اووه سلنه زیات شوی دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2014-11-12-19h51m05s105

د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت د تازه راپور له مخې، افغانستان د ټولې نړۍ نوي سلنه تریاک تولیدوي او نهه اتیا سلنه کوکنار په نهو سویلي ناامنو ولایتونو کې کرل کیږي.
د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزیر دین محمد مبارز راشدي وايي، یو شمېر دولتي چارواکي د امنیه قومندانانو او والیانو په ګډون د نشه یي توکو په تولید او قاچاق کې تورن کړل.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مرستیال د افغانستان د روانې جګړې څلویښت سلنه برخه د نشه یي توکو له اړخه بولي.
د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې د وزارت تازه راپور څرګندوي چې افغانستان لا هم د ټولې نړۍ نوي سلنه تریاک تولیدوي او د کوکنارو کر د ۲۰۱۳ کال په پرتله په دوه زره څوارلسم کال کې اووه سلنه زیات شوی دی.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۱۳ کال کې په دوه سوه نهه زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و؛ خو په ۲۰۱۴ کال کې په دوه سوه څلورویشت زره هکتاره ځمکه کوکنار وکرل شول. په ۲۰۱۳ کال کې ۵۵۰۰ټنه تریاک تولید شوي و؛ خو په ۲۰۱۴ کال کې ۶۴۰۰ ټنه تریاک تولید شول.
دا مهال د هېواد په نولسو ولایتونو کې کوکنار کرل کیږي او کومو سیمو کې چې وسلوال مخالفین نفوذ لري، د افغانستان اتیا سلنه نشه یي توکي د وسلوالو په ملاتړ کړل شوي دي. خو هلمند ولایت په یواځې سر د افغانستان ۴۶ سلنه نشه یي توکي تولید کړي او دا کچه د نورو اتو سویلي ولایتونو په همکاري نهه اتیا سلنې ته لوړیږي.
د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت د دې پدیدې په زیاتوالي کې ځینې افغان دولتي چارواکي ښکېل بولي.
د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرایمو په وړاندې د مبارزې سیمه ییز رئیس اندري اویتسین په دې اند دی چې باید په افغانستان کې د نشه یي توکو د له منځه وړلو لپاره سیاسي اراده را منځته شي، او مبارزه جدي شي.
د دې راپور موندنې ښیي چې په ۲۰۱۴ کال کې په ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي او ۱۳ پولیس هم د دې توکو د له منځه وړلو په مهال وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال باز محمد احمدي د روانې جګړې څلویښت سلنه برخه د نشه یي توکو له اړخه بولي.
د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته افغانستان د جګړې او ناامنیو تر څنګ د نشه یي توکو له ستونزې سره هم مخامخ شو؛ خو د نړیوالې ټولنې له لوري د دې توکو په وړاندې د مبارزې په لار کې د میلیاردو ډالرو په لګولو سره لا هم دغه توکي نه دي کم شوي او ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي.

Advertisement

تازه خبرونه

بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلام‌آباد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلام‌آباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.

احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.

هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.

هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل 

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.

 د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولت‌آباد ولسوالیو کې راوتلي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.

ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي. 

Continue Reading

تازه خبرونه

له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.

د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.

دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.

د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې له‌خوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.

په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!