تازه خبرونه
د افغان ولسمشر سفر د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې مثبت دی
د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي پاکستان ته د افغان ولسمشر سفر ظاهراً د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې مثبت بولی، خو د پاکستان په رښتینولی باوري نه ښکاري.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي د ټولو ژمنو د پایلو د جوتیدو لپاره یوه میاشت وخت ټاکل شوی چې باید ستونزی راکمې او عملی ګامونه وچت شی.
د سوداګرۍ اوصنایعو خونه د افغان ولسمشراشرف غنی پاکستان ته ورستی سفرپه اقتصادي برخه کی زیات ګټوربولی. د سوداګرۍ د خونی چارواکی وایی په دغه سفرکی شوی هوکړې ډ یرې مهمی دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونی عامل رییس کلیپ عتیق الله نصرت وایی افغان سوداګروته ډاډ ورکړل شوی چی د ایپتا پر تړون به بیا کتنه کیږی. په ترانزیتی همکاری کی به په کراچۍ بندرکې افغان سوداګرو ته ځمکی ورکړه هم شامله ده؛ خوافغان سوداګر دغې هوکړی ته د شک په سترګه ګوری.
په ورته خت کی د سوداګرۍ خونی مرستیال مزمل شینوارۍ وایی چې د تیرپه پرتله په د واړه هیوادونو کې لید لوری بدل شوی او د ټولو شویو هوکړو لپاره تر یوی میاشتی وخت ټاکل شوی چې څرګنده شی چې دغه ژمنې ترکومه عملی بڼه پیدا کوی.
د افغان ولسمشر په دغه سفر کی د هیواد په شمالي دوو ولایتونو فاریاب او کندوز کی د پاکستانی او افغان سوداګرو لپاره سوداګریز زون جوړیدوهم سلا شوې.دغه رازټاکل شوې تر ۲۰۱۸ کال پورې به د دواړه هیوادونو ترمنځ ترپنځوملیاردو ډالرو پورې به سوداګریزی راکړې ورکړې ورسیږی .
تازه خبرونه
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی.
هغه وایي: ترکمنستان د ټاپي د طبیعي ګاز نللیکې جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې موخه یې جنوبي آسیا ته په کال کې ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز رسول دي.
امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نللیکې د غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.
د ټاپي پروژې اجرائیوي رییس همداراز څرګنده کړې، چې د طبیعي ګازو له کارولو سره به په هوا کې د کاربن ډای اکساید ګازو د خپرېدا کچه راټیټه شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه
-
تازه خبرونه5 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
تازه خبرونه3 days ago
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې