Connect with us

تازه خبرونه

د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې پر يوې شپاړس کلنې نجلۍ جنسي تېرى شوی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

2

د کاپيسا د ښځو چارو ريیسه وايي،چې ناپېژانده کسانو په نجراب ولسوالۍ کې پر يوې شپاړس کلنې نجلۍ جنسي تېرى کړى دى.

د ښځو چارو رييسه سيفوره کوهستانۍ وايي:

دا پېښه تیره ورځ د کلان درې په سيمه کې شوې او ياده نجلۍ تر درمنلې لاندې ده.

نوموړې زیاتوي:

شپږ ناپېژانده وسلوال په ياده سيمه کې د شپې له خوا پر يوه کور ور اوښتي او د دغو کسانو له ډلې يو تن يې پر يادې نجلۍ تېرى کړى دى.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبادالله تلوار منلې، چې په کلان دره کې پر يوې نجلۍ جنسي تېرى شوى؛ خو په ډې اړه د محلي پولیسو لاس لرل ردوي.

Advertisement

تازه خبرونه

امارت اسلامی از توقف تجارت ترکیه با اسرائیل استقبال کرد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

امیرخان متقی، سرپرست وزارت امور خارجه از اقدام ترکیه برای توقف تجارت با اسرائیل به دلیل حملاتش در غزه استقبال کرده است.

طبق اعلامیه وزارت امور خارجه که امروز یکشنبه (۱۶ ثور) منتشر شد، آقای متقی در دیدار با جنک اونال، شارژدافیر سفارت ترکیه در کابل، از اقدام اخیر انقره دربرابر اسرائیل قدردانی کرد.

در این دیدار همچنین در مورد روابط دوجانبه، تحولات مثبت اخیر در افغانستان، سفر هیأت‌های سیاسی و اقتصادی کشورها به افغانستان بحث شد.

سرپرست وزارت امور خارجه همچنان در مورد آغاز تجارت افغانستان با ترکیه از طریق مسیر لاجورد و افتتاح نمایشگاه‌های مشترک در این دو کشور گفتگو کرد.

بر اساس اعلامیه وزارت امور خارجه، شارژدافیر سفارت ترکیه در کابل گفت که کشورش از تحولات اخیر در افغانستان خرسند است و باید برای گسترش بیشتر روابط ترکیه و افغانستان تلاش‌های مشترک صورت گیرد.

وی افزود که طی چند روز آینده خطوط هوایی ترکیش پروازهای خود را به کابل آغاز خواهد کرد.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بدخشان د اوسیدونکیو د اعتراضونو د څېړلو لپاره د پوځ د ستر درستیز فصیح الدین فطرت پر مشرۍ د یوه پلاوی له ټاکل خبر ورګړی دی.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د اسلامي  امارت د رهبر د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو بهیر پيل شوی، خو  تېره ورځ په بدخشان کې ځینو سرغړوونکیو پر امنيتي ځواکونو د برید هڅه کړې، چې په پایله کې یې خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې هیڅ سیمه د کوکنارو له کښت څخه مستثنی نده.

د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي: د ریاست الوزرا له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري صاحب فصيح الدين فطرت پر مشرۍ يو پلاوی ټاکل شوی، چې په جوړښت کې یې له فرامینو او حکمونو څخه د څارنې لوی ریيس شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توګو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق، د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال رحمت الله نجيب او د بدخشان د عالمانو شورا ریيس مولوي عبدالمومن برخه لري.

د کورنیو چارو وزارت تائیدوي، چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو له ځواکونو سره په نښته کې یو تن سیمه‌ییز وګړی وژل شوی دی.

ویل کیږي، چې د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راپدیخوا د اسلامي امارت پر ضد اعتراضونه شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سمنګان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۲۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

د سمنګان ولایت د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ويلي؛ د دغه ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۵ کسان مړه شوي او ٢٤ نور ټپيان دي.

د سمنګان امنيه قومندانۍ زياته کړې؛ دا پېښه نن – پنجشنبه د غویی دیارلسمه) له غرمې مخکې يوولس بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو اینو ډوله موټر د بلخ او دره صوف ولسوالۍ ترمنځ له سرک واوښت.

د دغې سرچنې د څرګندونو له مخې؛ ټپيان د دره صوف ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.

دغه راز څرګندوي؛ د درې ټپیانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى، چې د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغې پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزې یادې شوې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!