سوداگري

افغان او ایراني استازو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او خنډونو خبرې وکړې

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي راکړو ورکړو پر پراختیا او آسانتیاوو، په بندرونو او سرحدي لارو کې د آسانتیاوو پر زیاتولو، د بهرنیو اسعارو د ژمنو د پوره کولو پر وړاندې د شته ستونزو، د باروړونکو موټرو چلوونکو ته د ویزو د ورکړې، په ایران کې د افغان باروړونکو موټرو د تګ راتګ د آسانولو او د ګډې پانګونې د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

Published

on

 

د کندهار ولایت د سوداګریز پلاوي مشر او د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رییس حاجي کمال‌الدین توحید؛ د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې له رییس محمود سیادت او د دغې خونې د مدیره پلاوي له یو شمېر غړیو سره د افغانستان په مشهد کې د دې هېواد د جنرال قونسل مفتي نورمحمد متوکل په حضور کې بحث او خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي راکړو ورکړو پر پراختیا او آسانتیاوو، په بندرونو او سرحدي لارو کې د آسانتیاوو پر زیاتولو، د بهرنیو اسعارو د ژمنو د پوره کولو پر وړاندې د شته ستونزو، د باروړونکو موټرو چلوونکو ته د ویزو د ورکړې، په ایران کې د افغان باروړونکو موټرو د تګ راتګ د آسانولو او د ګډې پانګونې د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

د کندهار د سوداګریز پلاوي مشر د دغه ولایت او د افغانستان په نورو اقتصادي برخو کې د پانګونې فرصتونه او وړتیاوې ورپېژندلي او د ایراني سوداګرو او پانګه‌والو د پانګونې پر راجلبولو یې ټینګار کړی دی.

نوموړي د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا د اعلان شویو پانګونې فرصتونو ته په نغوته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د خصوصي سکټور د فعالیتونو لپاره د لازمو آسانتیاوو پر برابرولو هم خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د وړاندې شویو موضوعاتو پر څارنه، د دواړو هېوادونو د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د سوداګریزو خنډونو لرې کولو، د اقتصادي راکړو ورکړو آسانولو او د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پراختیا لپاره ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version