تازه خبرونه
نږدې ۵۰۰ افغانان په آلمان کې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
د دې کسانو شمېر د آلمان د حکومت په لیکلي ځواب کې د دغه هېواد د پارلمان د چپ ګوند د استازې کلارا بونګر د پوښتنې په ځواب کې خپور شوې دی. دا معلومات له هغو غوښتنو سره تړاو لري، چې د ۲۰۲۶ز.کال د جولای له اتمې څخه د سپټمبر تر اتهلسمې پورې فډرالي پولیسو ته سپارل شوي دي.
د آلمان د بېلابېلو ایالتونو چارواکو د ۴۸۸ افغانانو د ایستلو چارې د دغه هېواد فډرالي پولیسو ته سپارلې دي. په دې کسانو کې ۲۶۷ کسان هیڅ ډول جزايي محکومیت نهلري.
د دې کسانو شمېر د آلمان د حکومت په لیکلي ځواب کې د دغه هېواد د پارلمان د چپ ګوند د استازې کلارا بونګر د پوښتنې په ځواب کې خپور شوې دی. دا معلومات له هغو غوښتنو سره تړاو لري، چې د ۲۰۲۶ز.کال د جولای له اتمې څخه د سپټمبر تر اتهلسمې پورې فډرالي پولیسو ته سپارل شوي دي.
د اړوند معلوماتو له مخې: د برېمن او مکلنبورګ-فورپومرن له ایالتونو پرته د آلمان ټولو ایالتونو د افغانانو هغه دوسیې، چې افغانستان ته د ستنولو لپاره دي؛ فدرالي پولیسو ته سپارلې دي.
همداراز اووه افغانان له ایستلو مخکې په بند کې ساتل کېږي او یو بل افغان آلمان ته د ننوتلو د مخنیوي له بهیر سره تړلي بند کې دی.
دا بدلونونه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د آلمان حکومت د افغان وګړو د بېرته ستنولو تګلاره پراخوي.
د آلمان کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډټ له دې مخکې ویلي وه؛ د افغانانو ایستل به یوازې پر هغو کسانو محدود نهوي، چې جزايي محکومیت لري یا امنیتي ګواښ بلل کېږي.
په آلمان کې د اوسني ائتلافي حکومت له جوړېدا راپدېخوا شاوخوا ۲۵۰ افغانان افغانستان ته ستانه کړ شوي دي؛ خو وروستي راپورونه ښيي، چې تر اوسه د ایستلو په الوتنو کې ډېری هغه کسان شمېرل شوي، چې جرمي سابقه یې لرله. په سپټمبر کې هم ۱۳ افغانان کابل ته ستانه شول، چې ټولو یې جرمي سابقه لرله.
د دې تګلارې پراخېدا د یو شمېر مخالفو سیاستوالو او د پناهغوښتونکو د حقونو د دفاع بنسټونو غبرګونونه هم راپارولي دي.
منتقدانو له جزايي محکومیت پرته د کسانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ۴۸۸ کسانو دوسیې فډرالي پولیسو ته سپارل په دې معنا نهدي، چې ټول به یې حتمي له آلمان وایستل شي؛ بلکې دا شمېر د هغو کسانو ښودنه کوي، چې ایالتونو یې دوسیې د ایستلو د بهیر د تعقیب لپاره فډرالي پولیسو ته سپارلې دي.