تازه خبرونه

عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچ‌اخیستنه ونه‌شي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچ‌اخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبة‌الله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.

د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نه‌کوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونه‌کړ او اوس هم داسې کار نه‌کوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»

نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونه‌لېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچ‌اخیستنو او نښتو ښکار نه‌شي.»

د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.

Trending

Exit mobile version