تازه خبرونه
تېر کال په افغانستان کې ۶۱۱ نادولتي موسسو نړیوالې هڅې تر سره کړي
د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، چې له دې وزارت سره ۲۵۷۰ نادولتي موسسې ثبت او راجستردي، چې په ۲۰۲۲ ز. کال کې ترې ۶۱۱ هغو په هېواد کې نړیوال فعالیتونه ترسره کړي دي.
د اقتصاد وزارت مسوولینو ويلي، چې په هېواد کې له ۲۵۷۰ کورنیو او بهرنیو نادولتي مواسسو څخه ۶۱۱ فعالیت لري، چې ډېرې یې د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو او مرکز کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اړوند فعالیتو نه ترسره کوي.
د اقتصاد وزارت مسوولینو ويلي، چې د دغو نادولتي موسسو له ټولو پروګرامونو څخه په منظم ډول څارنه لري او تر دېره بریده یې د اقتصادي وزارت له و ضع شويو ټولو اصول سم خپل فعالیتونه ترسره کړي دي.
د اقتصادي وزارت مسوولین وايي؛ هغه نادولتي موسسو، چې تر اوسه یې د خپل فعالیت راپور ندی ورکړی؛ عالت يي هم د مالي تمویل کمښت او د فعالیتونو نشتوالی دی.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وایي: له دغو ۶۱۱ نادولتي موسسو څخه ۳۸۰ یې پروژې درلودې او خپل شپږ میاشتیني راپورو نه يي ورکړي او پاتي نورې موسسې فعاله دې؛ خو تردې د مه پروژه نلري.
د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان هم له اسلامي امارته غوښتنه کړې، چې په هېواد کې د نادولتي مواسسو د فعالیتو لپاره نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي، چې دوی و کولی شي له نړیوالو ټولنو سره د همغږۍ له مخې خپلو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.
دغه راز دوی د هېواد اوسنیو اقتصادي شرایطو له مخې په هېواد کې د نادولتي موسسو فعالیتونه خورا اغېزمن بولي.
د خصوصي سکتور غړی عبد النصیر رشتیا وایي: زمونږ په هېواد کې دمګړۍ خلک له فقر او بیکارۍ ځوریږي او اوسنیو شرایطو کې خورا اړینه ده، چې د اقتصاد وزارت نور هم نادولتي موسسو د فعالیت ساحه پراخه کړي.
د اقتصادي وزارت مسوولینو ویلي، چې د تېر یوه کال په لړ کې نږدې ۵۰۰ نوې نادولتي موسسو له اقتصاد وزارت سره نوملیکنه کړې ده.
د دې وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې په هېواد کې ورځ تر بلې د نادولتي موسسو لپاره قانوني چو کاتونه منظم کیږي او د دوی فعالیتونه هم د پرا ختیا په حال کې دي.
