سیمه ییز خبرونه

ایران د ۲۰۲۲ کال د ښځو حقونو په پاڅون کې ښکېل کس اعدام کړ

د بشري حقونو ډلې ويلي، چې چارواکي ډېری وختونه د اعتراض کوونکو د محکومولو لپاره پر تر شکنجې لاندې ترلاسه شويو جبري اعترافاتو تکیه کوي.

Published

on

د قضائیه ځواک میزان اوبپاڼې راپور ورکړی، چې ایران د شنبې پر ورځ هغه کس، چې د ۲۰۲۲ کال د مهسا امیني د مړینې له کبله د رامنځته شويو ناکراریو په بهیر کې د امنیتي افسر د وژلو پر تور تورن و؛ اعدام کړ.

د بشري حقونو ډلې ويلي، چې چارواکي ډېری وختونه د اعتراض کوونکو د محکومولو لپاره پر تر شکنجې لاندې ترلاسه شويو جبري اعترافاتو تکیه کوي.

میزان زیاته کړې؛ مهران بهرامیان د اصفهان ولایت په سمیروم سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر موټر د برید کوونکو په ډله کې و، چې د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې د افسر محسن رضایي د ډزو له کبله ووژل شو او ګڼ نور ټپیان دي.

د رویټرز راپور ورکړی، چې د شنبې د ورځې د لاریونونو له کبله د اعدام شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۰ ته رسیږي، چې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په نیمایي کې د ۲۲ کلنې امیني د حجاب قانون د سرغړونې پر تور د ایران د اخلاقي پولیسو په توقیف کې له مړینې وروسته پیل شول.

د هغې مړینې د “ښځه، ژوند، آزادي” تر شعار لاندې په ټول ایران کې لاریونونه راوپارول.

د بشري حقونو ډلو ویلي، چې د بهرامیان ورور فاضل هم پر ورته تورونو د مرګ پر سزا محکوم شوی دی. د دوی ورور مراد بهرامیان د ۲۰۲۲ کال د لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شو.

د بښنې نړیوالې ټولنې ويلي، چې د وهلو ټکولو، اوږدې مودې په انفرادي بند او د بندیانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې د ګواښونو له لارې ترلاسه شوي اعترافونه په محکمه کې د شواهدو په توګه کارول کیږي.

Trending

Exit mobile version