سیمه ییز خبرونه
له سعودي سره تړون مو ګډو ګټو ته رسوي – ایران
(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۴۰۱)
د ایران بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ له سعودي عربستان سره د اړیکو د بیا رغولو په اړه په ډاګه کړې؛ دا کار د ملت او سیمې د دوستو هېوادونو د ګټو ساتنې لپاره د تهران هوډ څرګندوي.
ایران او سعودي عربستان د چین پر منځګړیتوب د یوې معاملې له مخې د هغو دیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولې هوکړه وکړه، چې اووه کاله مخکې په سعودي کې د یوه مشهور عالم د اعدام له کبله پرې شوې وې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په څرګندونو کې راغلي؛ دا تړون د ولسمشر ابراهیم رییسي د ادارې لخوا د متوازنې بهرنۍ پالیسۍ، فعالې دیپلوماسۍ او د ښه ګاونډیتوب د نظریې ښکارندویي کوي.
دغه هوکړه د مارچ پر لسمه نېټه د چين په پلازمېنه بېجينګ کې د ايران د ملي امنيت عالي شورا د منشي علي شمخاني او د هغه د سعودي سيال مساعد بن محمد العيبان لخوا لاسليک شوې ده.
په دې هوکړه لیک کې به تر دوه میاشتو پورې د سفارتونو او استازولیو د بیا پرانېستلو او د امنیتي او اقتصادي همکاریو د تړونونو د پلي کېدا شاهد وو، چې څه باندې ۲۰ کاله مخکې لاسلیک شوي دي.