تازه خبرونه

زلمی خلیلزاد په افغانستان کې له روان تاوتریخوالي اندېښمن شوی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي په یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې په تېرو څو ورځو کې تاوتریخوالی په ښکاره ډېر شوی دی.

هغه څرګنده کړې، چې د تاوتریخوالي ډېریدل د ملکي افغانانو لپاره، چې خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ د منلو ندی.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې: په افغانستان کې د سولې خبرو پیلیدو ته په کتو ټولې خواوې باید په تاوتریخوالي کې د  پام وړ کمی رامنځته کړي.

لکه څنګه ، چې ښکېل لوري پوهیږي په دوحه کې د حکومت او طالب استازيو خبرې په افغانستان کې د سولې راوستو په اړه د مشورې پړاو ته رسیدلي او دا کوم ساده کار هم ندی. نړۍ او افغانان ګوري، چې  په دې وروستیو اوونیو کې د تاوتریخوالي کچه په بېساري توګه لوړه شوې او دا هیچا ته د منلو نده.

د خليلزاد دغه اندېښنه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې نن ورځ د سولې له نړيوالې ورځې سره برابره ده، چې هر کال د جګړې د قربانيانو د درناوي او د تاوتريخوالي د کمولو لپاره لمانځل کيږي.

د ملګرو ملتونو د سپتمبر ۲۱ ، چې د وږي له ۳۱ سره برابره ده د سولې نړیواله ورځ او په ټوله نړۍ کې یې د څلیریش ګړیو لپاره عدم تشدد او اوربند اعلان کړی دی.

Trending

Exit mobile version