تازه خبرونه
د حکومت د سولې مرکچي پلاوي په جوړښت کې بدلون شونی دی
عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینو څرګنده کړې، چې د حکومت د مرکچي پلاوي په ترکیب کې د بدلون شونتیا ډېره ده.
ځینو سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلېدو په درشل کې د مرکچي پلاوي ځینې غړي د کرونا نښې لري، چې قرنطین شوي او په همدې دلیل به د افغانانو لومړنۍ خپلمنځي خبرې له لیرې تر سره شي.
د مرکچي پلاوي درې غړي خبریال شاپور فرهمند پوښتلي او ورته ویل شوي، چې سردردي، تبه او ټوخی لري.
د حکومت د مرکچي پلاوي غړی فاروق مجروح وایي، چې د حکومت مرکچي پلاوي چمتووالی لري. اوس باید طالبان خبرو ته چمتو شي.
حکومتي سرچینو هم څرګنده کړې: کله، چې د آزادو شویو طالبانو شمېر ۳۰۰۰ ته ورسېد؛ د نورو بندیانو خلاصون به د دې ډلې لخوا د تاوتریخوالي له کمي سره تړلی وي. په داسې کال کې، چې د ټولو ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د طالبانو لخوا د خپلمنځي خبرو لومړنی شرط ښودل شوی دی.
په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی نیکولاس کي وایي: که طالبان پخپلو ژمنو ولاړ نه وي، هوکړه به نه وي. طالبانو په بهرنیو ځواکونو بریدونه درولي؛ خو د افغان ځواکونو وژلو ته دوام ورکوي او ملکیان په کلیوالي سیمو کې وژني کوي، چې له کبله یې د ملکي وګړیو تلفات زیات دي. مونږ د طالبانو د نورو بندیانو د خلاصولو لپاره له افغان دولت سره کار کوو، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره زمینه او باور برابرولی شي.
دغه راز د امریکا د سولې استازی زلمی خلیلزاد هم د خپل کاري سفر په لړ کې دوحې ته رسیدلی؛ هڅه کوي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو ځای او وخت وروستی کړي.
د یادونې ده، چې زلمی خلیلزاد به له دوحې وروسته اسلام آباد او کابل ته هم سفر ولري او تمه ده، چې دا ځل له طالبانو او حکومت سره په هوکړه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو ځای او وخت وروستی شي. که څه هم ویل شوي، چې طالبان د خبرو لپاره قطر مناسب ځای ګڼي؛ خو افغان حکومت خوښ نه دی، چې دا خبرې په دوحه کې تر سره شي.
