تازه خبرونه
متقي او اوورچوک د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره لیدلي او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي همغږۍ ترڅنګ یې د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او انرژۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې شته سیاسي همغږي باید پر عملي اقتصادي شراکت بدله شي او په سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمهییز اتصال، روسي پانګونې، انرژۍ، کانونو او بانکي او تادیاتي آسانتیاوو کې د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
الکسي اوورچوک هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره د روسیې چمتووالی څرګند کړی او څرګندوي، چې د عملي همکاریو د پیل لپاره اوس مناسب شرایط برابر شوي دي.
نوموړي د ټرانزیټ، ټرانسپورټ، انرژۍ او په نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار کړی او د تېر کال د سوداګرۍ د پام وړ زیاتوالي یادونه یې کړې ده.
اوورچوک هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان او روسیې ترمنځ ډېرې عملي اقتصادي همکارۍ رامنځته شي.