تازه خبرونه

د آلمان ځانګړي استازي په قطر کې له طالب استازي ملا برادر سره لیدلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان هېواد ځانګړي استازي مارکس پوتزیل تېره ورځ( د غویي ۲۸ /  د می ۱۸) د قطر په دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازي ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.

طالبانو په ډاګه کړې، چې طالب استازي ملا برادر له مارکس پوتزیل سره په لیدنه کې د سولې پر هڅو بحث او خبرې کړې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلي مارکس پوتزیل د سولې په اړه د خپل هېواد د مثبت رول لوبولو ډاډ څرګند کړی او ټینګار کوي، چې پدې اړه به خپلې هڅې روانې ساتي.  

د سولې په اړه د امریکا له هڅو وروسته د ملګرو ملتونو یو شمېر استازیو او د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو هم په قطر کې له طالب استازیو سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version