تازه خبرونه

د ادارۍ اصلاحاتو او برښنایي پېژند پاڼو کاري بهیر د اندېښنې وړ دی

Published

on

(Last Updated On: )

مشرانو جرګې د اداري اصلاحاتو د کمیسیون ريیسان او د برښنايي پېژندپاڼو(تذکرو) د وېش مدیران عمومي غونډې ته د پوښتنو لپاره رابللي وه؛ خو د مسوولو کسانو پر ځای د دغو ادارو سرپرستان جرګې ته راغلل، چې تالار ته د ننوتو اجازه ورنکړ شوه.

د مشرانو جرګې غړي وایي، چې د اداري اصلاحاتو کمیسیون او د برښنايي پېژندپاڼو د ادارو مسوولین په خپلو چارو کې پاتې راغلي دي.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلي وایي، د اداري اصلاحاتو کمیسیون رییس نادر نادري ۹ دندې لري؛ آیا د شخصیتونو کمی دی، چې ولسمشر دی د رییس په نوم راپېژندلی؟  همدې کار د اداري اصلاحاتو بهیر ډېر خراب کړی هم دی.

د مشرانو جرګې غړی شېر محمد اخندزاده وایي، په اداري اصلاحاتو او د پېژندپاڼو د وېش په بهیر کې دسیسه روانه ده او د همدې لامل له مخې باید د پېزندپاڼو په اړه د اداري اصلاحاتوآزموینه لغو شي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار نیوکه وکړه، چې راغوښتل شوي کسان پوښتنو ته حاضر نه شول او د جرګې د پرېکړې له مخې باید د سې شنبې په ورځ د پوښتنو لپاره حاضر شي.

د مشرانو جرګې غړي اندېښنه څرګندوي، چې حکومتي چارې د هرې ورځې په تېریدو د خرابیدو په حال کې دي او اداري فساد پراخ شوی دی.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version