تازه خبرونه

د ارزانه او باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په موخه نوره پانګونه کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، ډېر ژر به مخابراتي او انترنتي خدمتونو د ښه والي لپاره نوي اقدامات تر سره شي.

د مخابراتو او معلو ماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي، افغان دولت د مخابراتي او انترنتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې شاوخوا ۲۱ میلیارد افغانۍ پانګونه کړې او غواړي، چې په دې برخه کې ۲۲۸ میلیون دالر نوره پانګونه هم وکړي، چې نورو خصوصي شرکتونو ته په ارزانه انترنیت وړاندې او دوی خلکو ته ارزانه او باکیفیته خدمتونه وړاندي کړي.

د مخابراتو وزارت د افغان د تلکام رییس اجمل عیان وایي؛ مونږ به تر یوې نیمې میاشتي خصوصي مخابراتي شرکتونو ته ازرانه انترنت وړاندې کړو، چې هغوی هم خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي د څرکندونو له مخې؛ انترنت به تر ۵۰ سلنې ارزانه شي.

د مخابراتو او معلو ماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند وايي، تر اوسه پورې په هېواد کې دوه نیم میلیارد دالر په مخابراتي سکتور کې پانګونه شوې او دا لړۍ روانه ساتل شوې ده .

د مخابراتي او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند سایر ځلاند زیاتوي: د ټول هېواد په کچه ۹۸ سلنه هېواد وال مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لری؛ خو په دې برخه کې نوره پانګونه هم کیدونکې ده او هڅي ورته روانې دي.

هغه دا هم ویلي؛ د الکوزي شرکت دغه وزارت ته ډاډ بښلی او غواړي، چې  په دې وزارت کې له ۳۰۰ میلیون څخه تر ۵۰۰ میلیون دالرو پانګونه وکړي او مونږ هیله من یو، چې نور شرکتونه به هم ورته ګامونه پورته کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د مخابراتو وزارت ندی توانیدلی، چي په مخابراتي خدمتونو کې سهولیتونه ډېر کړي.

د اقتصادي چاروکارپوه حکیم الله صدیقي وایي: مخابراتو وزارت باید خصوصي سکتور ته د نوري فایبر ارزانه خدمتونه وړاندې کړي، چې هغوی یې هم خلکو ته ارزانه کړي.

د مخابراتو وزارت مسوولینو خصوصي سکتور ته سپارښتنه کړې که خپل انترنتي خدمتونه ارزانه نکړي؛ نو دغه وزارت به په راتلونکي کال کې د انترنیتي خدمتونو د ښه والي لپاره په سلګونه میلیون دالر پانګونه جذب او انترنتي بیې به راټیټې کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version