بلخ @ps

د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالي د طالبانو له شتون پاکه شوه- کورنیو چارو وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت په داګه کړې، چې د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالي د طالبانو له شتون پاکه شوه.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوره همغږۍ په پیل شویو عملیاتو کې د دې ولسوالۍ هغه برخې، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو نیولې وې؛ بېرته تر خپلې څارنې لاندې راوستې.

دغه راز زیاته شوېو چې د سیمه د پاکولو په دې عملیاتو کې طالبانو ته درانده زیانونه هم اوښتي؛ خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

طالبانو د چارشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۲) په خپل یو پراخ برید کې دغه ولسوالي تر خپلې څارنې لاندې راوستې وه.

این در حالی است که طالبان روز(چهارشنبه، ۲۲ جوزا) با راه اندازی حملات تهاجمی گسترده توانستند قسمت‌های زیاد این ولسوالی را به تصرف خود شان درآورند.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د دفاع وزارت چارسمبالي اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مسعود اندرابي او د سیمه ییزو ارگانونو رییس د تخار د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی. دی

Trending

Exit mobile version