پرمختګ او بشپړتیا

د دارالامان اداري کمپلکس جوړولو پرانسته بیا تر سره شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۲۳) ولسمشر اشرف غني د یوشمېر دولتي چارواکو په ملتیا د دارالامان اداري کمپلکس د جوړولو کار په رسمي بڼه پرانست.

هغه د افغانانو همت ته په نغوته کې څرګنده کړه، چې افغانانو خپل تېر خوندي کړ او دغه راز وایي: سل کاله مخکې د چاردهي خلکو په خپله خوښه خپل ګران پاچا امان الله خان ته خپلې کرنیزې ځمکې وسپارلې. د چاردهي خلکو ته مبارکي وایم، چې د لومړي درجې دولتي ودانۍ د جوړولو هیلې ته یې چمتووالی وښود.

نوموړي دغه راز په ډاګه کړې، چې مونږ یوازې پر کابل نه راڅرخو، بلکې غواړو په ۲۷ نورو ولایتونو کې هم اداري کمپلکسونه ولرو .

ښاغلي غني په ارګ کې په دې اړه یوې جوړې شوې ناستې ته هم ویلي، چې دولتي ادارې به دارالامان ته ولیږدول شي او هیڅ ودانۍ به له دارالامان ماڼۍ لوړه نه وي او د دې ماڼۍ لوړوالی به خوندي وي.

دغه راز وایي، چې د ښار مرکز به د ښار فرهنګي مرکز شي؛ د کابل بالاحصار او چارچته به بیا ورغول شي.

ولسمشر دا هم ویلي، چې خلک مفکوره نه غواړي، بلکې عمل غواړي.

ولسمشر غني د کابل اوسیدونکيو ته ډاډ ورکوي او وایي، چې د کابل ښار د اوسیدونکیو ملکیتونه ثابت، د اعتبار وړ او د دوی د پانګونې لپاره دي.

هغه د خپلو خبرو په بهیر کې دا هم په ډاګه کړې، چې کابل بې څښتنه و او ستونزې یې هم د غوره حکومتدارۍ تشې رامنځته کړې وې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه کمپلکس له جوړیدو سره به څه ناڅه ۲۷ دولتي ادارې ورولیږدول شي او د ښار مرکز هم یو ځل بیا د دغه ښار اوسیدونکیو ته وسپارل کیږي.

 هغه وایي،  زه هغه کابل غواړم، چې په شعرونو کې ستایل شوی او بابر ورته د خپل مړي د رالیږدولو سپارښتنه کړې ده.

د دغه اداري کمپلیکس د جوړولو چارې یو کال مخکې د هغه وخت د وزیر سید سادات منصور نادري او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو په ملتیا پیل شوې وې؛ خو د یو کال پر تېریدو دغه پروژه یو ځل بیا پرانستل شوه.

په دارالامان کې د اداري کمپلکس دغه پروژه په دوه سوه هکتاره ځمکه کې جوړیږي، چې په دوه پړاوونو کې به یې چارې په شل کلونو کې بشپړې شي.

Trending

Exit mobile version