تازه خبرونه

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د څه باندې ۳۰۰ زره رایو د باطلیدو غوښتنه کړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي؛ څه باندې ۳۰۰ سوه زره رایې په مشکوک ډول د رایو اچولو له مهاله بهر پاتې دي او له تکراري عکسونو سره په سیستم کې دننه شوي، چې باید باطلې شي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو بایومتریکي کچه یو اعشاریه اته نیم میلیون رایې اعلان کړې وه؛ خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي، چې دا رښتینې شمېره نده او کمیسیون باید په دې اړه بیا کتنه وکړي.

دې ټاکنیزې ډلې څرګنده کړې؛ څه باندې ۱۷۳ زره رایې ناڅرګندې، ۱۱۲ زره د رای اچولو پر مهال نه وې او اووه څلویښت زره نورې هم له تکراري عکسونو سره سیستم ته دننه شوي، چې باید د تاکنو خپلواک کمیسیون یې باطلې اعلان کړي.

د دې ډلې غړیو زیاته کړې، چې د دې ستونزې له حل مخکې د رایو بیا شمېرنه ناقانونه ده.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکي نوررحمان اخلاقي ویلي؛ باطلې، تکراري، له وخت مخکې( د ټاکنو له پیل مخکې او د دې بهیر له پای ته رسیدو وروسته) رایې د بېلولو وړ ندي… ټاکنو کمیسیون دې ژر تر ژره د دغو رایو په اړه خپل دریځ اعلام کړي.           

دا ډله ټینګار کوي، چې ۱۲ زره صندوقونه بیا شمېرلو ته ځانګړي شوي؛ خو کمیسیون باید د رایو له بیا شمېرلو مخکې د بې اعتباره رایو د باطلولو ستونزه یوې ډدې ته کړي.

دغه راز د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي، چې د ټاکنیزو درغلیو او د اووه سوه بایو متریک دستګاوو او میمري کارتونو د تریتم کیدو عاملان باید پیدا او وپوښتل شي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې مخکې ټینګار کړی و، چې کارونه یې په روڼ ډول پر مخ ځي او په سیستم کې به هیڅ بې اعتباره رایې شاملې نشي.

ټاکل شوې وه، چې نن د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۱۳) د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د رایو بیا شمېرنه پیل شي؛ خو دغه بهیر پیل شوی ندی. دغه راز ټاکنڅاري بنسټونه  اندېښمن دي، چې که کارونه همداسې وي؛ د ټاکنو پایلې به پخپل وخت اعلان نشي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته د لړم ۲۳ نېټه ټاکلې وه او د لیندۍ ۱۵ یې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې اغلام ته ځانګړې کړې ده.

Trending

Exit mobile version