تازه خبرونه
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د څه باندې ۳۰۰ زره رایو د باطلیدو غوښتنه کړې
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي؛ څه باندې ۳۰۰ سوه زره رایې په مشکوک ډول د رایو اچولو له مهاله بهر پاتې دي او له تکراري عکسونو سره په سیستم کې دننه شوي، چې باید باطلې شي.
ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو بایومتریکي کچه یو اعشاریه اته نیم میلیون رایې اعلان کړې وه؛ خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي، چې دا رښتینې شمېره نده او کمیسیون باید په دې اړه بیا کتنه وکړي.
دې ټاکنیزې ډلې څرګنده کړې؛ څه باندې ۱۷۳ زره رایې ناڅرګندې، ۱۱۲ زره د رای اچولو پر مهال نه وې او اووه څلویښت زره نورې هم له تکراري عکسونو سره سیستم ته دننه شوي، چې باید د تاکنو خپلواک کمیسیون یې باطلې اعلان کړي.
د دې ډلې غړیو زیاته کړې، چې د دې ستونزې له حل مخکې د رایو بیا شمېرنه ناقانونه ده.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکي نوررحمان اخلاقي ویلي؛ باطلې، تکراري، له وخت مخکې( د ټاکنو له پیل مخکې او د دې بهیر له پای ته رسیدو وروسته) رایې د بېلولو وړ ندي… ټاکنو کمیسیون دې ژر تر ژره د دغو رایو په اړه خپل دریځ اعلام کړي.
دا ډله ټینګار کوي، چې ۱۲ زره صندوقونه بیا شمېرلو ته ځانګړي شوي؛ خو کمیسیون باید د رایو له بیا شمېرلو مخکې د بې اعتباره رایو د باطلولو ستونزه یوې ډدې ته کړي.
دغه راز د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي، چې د ټاکنیزو درغلیو او د اووه سوه بایو متریک دستګاوو او میمري کارتونو د تریتم کیدو عاملان باید پیدا او وپوښتل شي.
ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې مخکې ټینګار کړی و، چې کارونه یې په روڼ ډول پر مخ ځي او په سیستم کې به هیڅ بې اعتباره رایې شاملې نشي.
ټاکل شوې وه، چې نن د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۱۳) د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د رایو بیا شمېرنه پیل شي؛ خو دغه بهیر پیل شوی ندی. دغه راز ټاکنڅاري بنسټونه اندېښمن دي، چې که کارونه همداسې وي؛ د ټاکنو پایلې به پخپل وخت اعلان نشي.
ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته د لړم ۲۳ نېټه ټاکلې وه او د لیندۍ ۱۵ یې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې اغلام ته ځانګړې کړې ده.
تازه خبرونه
کابل او دوشنبې د «کاسا۱۰۰۰» پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ
په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د تاجکستان پلازمېنې( دوشنبه ) ته د سفر پر مهال د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره وکتل او د برښنا په برخه کې یې د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.
دغه راز د تاجکستان د انرژۍ وزیر هم د دې پروژې پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار وکړ او «کاسا۱۰۰۰» یې د سیمې د نښلېدا، د برښنا د تبادلې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره اړین ګام وباله او د چارو د چټکتیا لپاره یې د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.
«کاسا۱۰۰۰» پروژه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د برښنالېږد له اړینو پروژو څخه ده، چې په افغانستان کې یې د پلي کېدا بهیر د پام وړ پرمختګ کړی او کولی شي د اقتصادي ودې او سیمهییز ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
تازه خبرونه
د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپل بېلاروس سیال سره د ډیزلو او پټرولو پر پېرلو خبرې وکړې
نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی له خپل بېلاروس سیال آندرې یوګنیویچ کوزنیتسوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او له بېلاروس څخه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو په اړه خبرې کړې دي.
نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د بېلاروس له پانګهوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو؛ په ځانګړي توګه د درملو په سکټور کې، ګټه واخلي او پانګونه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو وزارتونو د مرستیالانو پر کچه یوه کاري ډله جوړ کړي، چې د یادې ناستې پر موضوعاتو، په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه، نورې خبرې او همغږي هم ترسره کړي.
تازه خبرونه
په کندهار کې له سېلابونو څخه د مخکني خبرداري سیسټمونه ولګول شول
یادې سرچینې زیاته کړې؛ سربېره پر دې د سیستم د دوامداره فعالیت د یقیني کولو لپاره د اړینو تخنیکي اجزاوو اضافي پرزې هم برابرې شوي، چې د کومې احتمالي تخنیکي ستونزې په صورت کې ژر تر ژره بدیلې او وکارول شي.
د کندهار ولایت د پېښو پروړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست د KRO بنسټ پر مالي ملاتړ د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ د کنډک مانده او کښته شاوليکوټ ولسوالۍ د سوزنیانو او چوغک مانده په اړوند سیمو کې درې د مخکني خبرداري سیسټمونه نصب او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د یاد بنسټ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد سیسټم له بېلابېلو تخنیکي برخو جوړ او په لاندې څو برخو کې فعالیت ترسره کوي:
۱: کله، چې سیلابي مانده راشي او خلک ویده یا له خطر څخه ناخبره وي؛ سیسټم زنګ وهي او کلیوال له احتمالي خطر څخه خبروي.
۲: دغه سیسټم د نصب شوې ساحې د اوبو اندازه او د اوبو سرعت معلوموي، چې د خطر د کچې په ارزونه کې یې اړین رول لري.
همدارنګه د یاد سیسټم د غوره کارونې لپاره ۵ رضاکاران روزل شوي، چې د سیسټم د زنګ وهلو پر مهال د خبرتیا لپاره نور کلیوال هم خبر کړي.
یادې سرچینې زیاته کړې؛ سربېره پر دې د سیستم د دوامداره فعالیت د یقیني کولو لپاره د اړینو تخنیکي اجزاوو اضافي پرزې هم برابرې شوي، چې د کومې احتمالي تخنیکي ستونزې په صورت کې ژر تر ژره بدیلې او وکارول شي.
ویل کیږي، چې د دې سیسټم پر نصب نرینه، ښځې، سپین ږیري او ماشومان د سیلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي کېږي او د ټولنې د خوندیتوب کچه هم ورسره لوړېږي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoآیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟
-
سوداگري4 days agoد افغانستان د هوايي ټرانزیټ عواید زیات شوي؛ له الوتنو میلیونونه ډالر ترلاسه کېږي
-
سوداگري4 days agoد سیمې د انرژۍ بدلون؛ له روسیې افغانستان ته د سون توکو واردات زیات شوي
-
تازه خبرونه1 day agoد «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
-
تازه خبرونه4 days agoازبکستان او ناروې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ
-
څار5 days agoڅار: تدریجي ښکېلتیا د افغانستان د راتلونکي لپاره عملي ټاکنه
-
تحول5 days agoتحول: د افغانستان او مرکزي آسیا تر منځ د همکاریو ارزونه
-
څار21 hours agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
