Connect with us

تازه خبرونه

داکتر غني له داکتر عبدالله سره مناظرې ته حاضر نشو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې وه، چې د آریانا نیوز په کوربتوب نن شپه( د وږي ۲۵) د کابل پر وخت اته نیمې بجې د داکتر غني او داکترعبدالله تر منځ د ولسمشریزو ټاکنو ترټولو ستره مناظره او بحث ترسره شوی و؛ خو په وروستۍ شېبه کې یو ناڅاپه داکتر غني له داکتر عبدالله سره مناظرې ته حاضر نشو.

دغې سترې تاریخي ټاکنیزې مناظرې ته د آریانا نیوز، آریانا تلویزیون، آریانا اف ایم، د آریانا نیوز اف ایم ، د آریانا نیوز یوټیوب چینل او آریانا نیوز ویبسایتبشپړ چمتووالی نیولی و او د مناظرې له پیلیدو مخکې د ولسمشرۍ امنیتي او تشریفاتي ډلو هم پوره ډاډ تر لاسه کړ او ټول د داکتر غني راتګ ته سترګې پر لار ول.

دولت جوړوونکې ډلې په نوییمې دقیقه کې ټاکنیزه مناظره په دې دلیل وځنډوله، چې عبدالله عبدالله له غوره برنامې بې برخې دی او مناظره ورسره بې معنا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې داکتر عبدالله عبدالله مناظرې ته حاشر شو او د برخوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله وایي، چې داکتر غني له حساب ورکولو او حساب اخیستو وډار شو او له ماسره د خبرو له ځواکه بې برخې دی.

نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې ښاغلی غني دې د بریا او درغلۍ خوبونه نه ویني.

هغه وایي، چې پخپل ټول ځواک به د درغلۍ مخه ونیسم.

داکترعبدالله او داکترغني د ۲۰۱۴ کال د جنجالي ټاکنو په پایله کې د ملي وحدت حکومت جوړ کړ او دواړو حکومتي مشرانو د یاد حکومت د جوړولو لپاره د همکارۍ یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړ، چې اوس دواړه د ۱۳۹۸ لمریز هجري کال ولسمشریزو ټاکنو ته بیا هم نوماندان دي.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې پر شپږمه، چې د روانې سپتمبر میاشتې له ۲۸ سره برابره ده؛ تر سره شي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!