تازه خبرونه
د زابل پر مرکز کلات ښار د وسلوال برید مخه نیول شوې
(Last Updated On: )
د زابل امنیه قومندان سمونوال محمد مصطفی مایاروایي، تېر ماښام شاوخوا دېرش وسلوالو غوښتل، چې د مرکز کلات د ښادو او حاجي اصغر کلیو له اړوند سیمو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
هغه وایي، د امنیتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ په دغه جګړه کې شپږ وسلوال وژل شوي، چې جسدونه او وسلې یې د جګړې پر میدان پاتې دي.
سرتېري وایي، امنیتي ځواکونو ته په دغه جګړه کې هیڅ زیان ندی اوښتی.