تازه خبرونه

د اعشیانو د ننګرهار په خوږیاڼو کې شپږ کلي نیولي او جګړه روانه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي وایي، چې د داعش جنګیالیو په حیرانوونکې توګه د اګام د سلیمانخېلو د تنګي له لارې ځانونه د خوږیاڼو د وزیرو تر تنګي رسولي؛ د دې ولسوالۍ شپږ غرني کلي یې لاندې کړي او په سیمه کې د وسلوالو طالبانو، ځايي خلکو او داعش ترمنځ درنده نښته روانه ده.

د وزیرو تنګي استوګن میرخان وایي، دغه نښته د تېرې شپې اته بجې پیل شوې، چې  تراوسه په کې شپږ ملکي کسان، څلور طالبان، اووه داعشیان وژل شوي، څلور ملکي وګړي ټپيان دي او د جګړې له کبله لسګونه کورنۍ هم بې ځایه شوې دي.

د ننګرهار ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وايي، د وزیرو د تنګي حالت ډېر خراب دی؛ خو داعشیان د ولس له بشپړ ټینګار سره مخ شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی محمد ناصر کاموال خبرداری ورکوي، چې که حکومت له خلکو سره ژر مرسته ونه  کړي؛ داعش به د دې ولایت نورې سیمې هم ونیسي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ويلي، دی د وزیرو په تنګي کې له  نښتو خبردی او د ولس د ملاتړ لپاره یې اړین اقدامات هم پيل کړي.

د هغه په وینا؛ په روانه نښته کې داعش او ځايي خلکو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.

افغان او بهرني ځواکونه د تېرو نهه میاشتو راهیسې په شینوارو کې د داعش پر وړاندې جګړه کوي، چې په ځینو سیمو کې یې سخت ځپلي او د هغوی مهم مرکزونه یې له منځه وړي دي.

مسوولین دې تازه برید ته د جګړې د تکتیک د  بدلون  په سترګه ګوري او وايي، ژر به یې په دې سیمه کې هم مات کړي.

داعش په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو پخپله راديو خلافت غږ کې یې د ګڼو سیمو د نیولو ادعا کړې.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version