تازه خبرونه
د احصایې ملي ادارې د ورسپارل شویو ۳۶۰۰ ټوکو فزیکي ارزونه کړې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رای ورکوونکیو په نوملړ کې د روڼتیا لپاره د رای ورکوونکیو د نوملیکنې درې زره او شپږ سوه ټوکه کتابونه د احصايي ملي ادارې ته سپارلي دي. په دغو کتابونو کې نهه میلیون او پېنځه سوه زره کسان د رای ورکوونکیو په توګه ثبت شوي دي.
د احصايي ملي ادارې رييس وايي چې د غويي میاشتې راهیسې یې دغه د ثبت دغه کتابونه له فزیکي پلوه ارزولي.
د احصايي ملي اداره احمد جاوید رسولي وايي، چې اوس هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رای ورکوونکیو په اړه بشپړ معلومات دوی ته ندي سپارلي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ غړی حبیب الله شینواری د ټاکنڅارو بنسټونو له حضور پرته د احصايې ملي ادارې د رای ورکوونکیو د ثبت کتابونو پر ارزونه اندېښنه ښيي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.