بلخ @ps

د بغلان پولیسو له چاودیدونکیو توکو ډک موتر نیولی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د بغلان ولایت پولیسو له چاودیدونکیو توکو ډک لیتس ډوله موتر کشف او ضبط کړی دی.

د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ پولیس وایي، د اړوند سیمې د پلټنې په پوسته کې د تروریزم په وړاندې د مبارزې مدیریت د هڅو او د ملي امنیت ریاست پر همکارۍ یو لیتس ډوله لارۍ، چې له ۳۰۰ کیلو ګرام ډېر بېلابېلا چاودیدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول کشف او ونیول شوه.

د بغلان د دوشي ولسوالۍ د پولیسو قومندان آغا میر غفوري وایي، دغه توکي له کابل ولایت څخه د پلخمري ناامنه سیمې دند غوري ته لیږدیدل، چې امنیتي ځواکونو له دوه تورنو کسانو سره ونیول.

د بغلان ولایت د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع وایي، چې د پېښې په اړه دوه تورن کسان نیول شوي دي. دغو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په ډاګه کړې، چې د بغلان او سمنګان له طالبانو سره یې اړیکې درلودې.  

د تروریزم په وړاندې د مبارزې مدیریت دا هم ویلي، چې د دغو چاودیدونکیو توکو د ویجاړولو ځواک د نورو په پرتله ډېر و، چې له منځه وړلو سره یې د یو ستر ناورین مخه ونیول شوه.

خبریال: محمد ذاکر نوري

Trending

Exit mobile version