بلخ @ps

د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ وسلوال برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت  ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ( د غویی ۱۵) غرمه مهال د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ وسلوالو بریدکوونکیو برید وکړ، چې ماښام مهال د ټولو بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند  څرګنده کړې، چې بریدګرو لومړی یو هاموي موتر ته چاودنه ورکړې او بیا بریدکوونکي قومندانۍ ته وردننه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د بغلان پر امنیه قومندانۍ د وسلوالو طالبانو په دې برید کې د پولیسو ۱۳ منسوبین وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې ۲۰ عام وګړي هم ټپیان شوي دي.

په بغلان ولایت کې د ملي اردو ځواکونو قومندان محمد عباس توکلي د ځانمرګي برید او په امنیه قومندانۍ کې د نښتې پخلی کوي او وایي؛ ټول ۷ برید ګر دي، چې دوه بریدګرو ځانمرګي بریدونه کړي،  درې بریدګر وژل شوي او دوه نورو ټینګار روان وساتلو او   په پخلنځي کې یې سرتېري ګروګان ونیول.

د نوموړي په وینا؛ برید د هاموی او کرولا موتر پر مټ تر سره شوی دی.

روغتیایي چارواکو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې تر دې دمه د ۵۷ ټپي امنیتي ځواکونو په ګډون ۹ جسدونه روغتون ته رالیږدول شوي دي.

طالبانو د برید مسوولیت منلی او وایي؛ ځانمرګي برید کوونکي لومړی یو هاموی موتر، چې له چاودیدونکیو توکو ډک و؛ په امنیه قومندانۍ کې چولی او وروسته نور بریدکوونکي ودانۍ ته وردننه شوي دي

د یادې خبرپاڼې له مخې؛ برید کوونکي د امنیه قومندانۍ پخلنځي ته وردننه شوي، چې په کې درنده مرګ و ژوبله رامنځته شوې ده.

بغلان د هېواد یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې د مرکز په ګډون په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version