بلخ @ps
د بغلان ولایت د ملي امنیت عملیاتي مرستیال ترور شو
یوې امنیتي سرچینې، چې نه غواړي نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته ویلي؛ د ملي امنیت ریاست عملیاتي (اوپراتیفي) مرستیال برید جنرال عبدالغفور محمود د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو تر برید لاندې راغلی او ساه یې ورکړې ده.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې نوموړی د کابل پرلوري په حرکت کې و، چې موتر یې تر وسلوال برید لاندې راغلی دی.
وسلوالو طالبانو ویلي، چې نن سهار د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ اړوند په کیله ګي سیمه کې د بغلان ولایت د استخباراتو مرستیال عبدالغفور محمود د کمین په حمله کې ووژل شو او د سپرلۍ موتر یې هم ویجاړ شوی دی.
د بغلان ولایت امنیتي سرچینو رسماً په دې اړه څه ندي ویلي