تازه خبرونه

د طالبانو الفتح عملیات مات شوي – د ملي دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت چارسمبالی وایي، د طالبانو الفتح عملیات مات شوي او آن یوه لوېشت سیمه یې هم نده نیولې.

د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو د نوي قومندان د پېژندنې په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ویلي، چې د طالبانو د الفتح عملیاتو له پیله تر اوسه هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندونو په پایله کې له ماتې سره مخ شوي.

د هغه په خبره؛ طالبان د هېواد یوه لوېشت خاوره هم نده نیولې.

هغه ټینګار کوي، چې لدې وروسته به ځواکونو ته د ډوډوۍ نه رسیدو په برخه کې هیڅ شکایت رامنځته نشي.

نوموړي دا هم ویلي، چې وروستۍ ګومارنې د وړتیاوو له مخې شوې دي.

د وسلوال پوځ لوی درستیز بسم الله وزیري  وایي، د جګړې په اړه د حکومت د مشرتابه تګلاره بدله شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو، سیاسیونو او نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري.

د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو نوي قومندان حمیدالله احمدي طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې پخپلو کورنیو رحم وکړي، پرته لدې به له منځه ولاړ شي.

 هغه ټینګار کوي، چې د وسلوالو مخالفیانو د ځپلو لپاره به ځانګړي عملیات زیات کړي.

ښاغلي احمدي ټینګار زیاتوي؛ کوماندو ځواکونه تېرې تورې غوندې دي، چې په وینا یې ځانګړې زدکړې لري او ځانګړي عملیات کوي.

هغه دا ویلي، د طالبانو د الفتح عملیاتو ناکامه کول او د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتنه یې مهم لومړیتوبونه دي.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالی ټینګار کړی، چې د کوماندو ځواکونو هر کمین او ځانکړي عملیات څارل کیږي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانیانو او ټپیانو ته پاملرنه د وزارت  نور لومړیتوبونه بولي.

خبریال: سمیع جهش

Trending

Exit mobile version