Connect with us

تازه خبرونه

د جاپاني افغان تتسو ناکامورا جنازه جاپان ته ورسیدله

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د جاپاني افغان داکتر تتسو ناکامورا جنازه، چې تېره چارشنبه د ننګرهار په جلال آباد ښار کې له پېنځه افغان ساتونکیو سره ووژل شو؛ نن یکشنبه( د لیندۍ ۱۷) پر سیمه ییز وخت له غرمې وروسته توکیو ته نږدې د ناریتا هوایي ډګر ته ورسیدله.

د جاپان د ناریتا په هوایی ډګر کې جاپاني چارواکو د جاپان د بهرنیو چارو وزیر کیسوک سوزوکي په ګډون یې جنازې ته له رکوع کولو، سپین سان اچولو او ګلان ایښودلو وروسته د بې غږه عبادت مراسم تر سره کړل.

ځایي رسنیو څرګرګنده کړې، چې د هغه مړی او جنازه به د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۸/ د دسمبر ۹) د هغه اصلي ټاټوبي د لویدیځ جاپاني فوکوکا ښار ته ولیږدول شي.

دغه ۷۳ کلن داکتر د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې له ۵ ساتونکیو سره تېره چارشنبه( د لیندۍ ۱۳/ د دسمبر۴) ووژل شو. ننګرهار هغه ولایت دی، چې هغه د خپل ژوند نږدې درې لسیزې خلکو درملنې او آبادولو ته ځانګړي کړل.

د داکتر ناکامورا جنازه تېره ورځ کابل نړیوال هوایی ډګر ته د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ولیږدول شوه او نوموړی په افغانستان کې د آبادۍ او کار اتل ونومول شو.

ناکامورا په ختیځو ولایتونو کې یو محبوب شخصیت و او د کلیوالو لخوا (کاکا مراد) یاد شوی دی.

د هغه مړینه د افغانانو لپاره ټکان ورکوونکی خبر و او ډېرو خلکو د هغه د درناوي لپاره د شمعې څراغونه بل کړل.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!