بی بی سی پښتو

د طالبانو له ګواښ وروسته ۲۳ ولایتونو کې د شپې لخوا مخابراتي شبکې بندېږي

Published

on

Last Updated on: غویی ۱, ۱۳۹۹
Getty Images
په یو شمېر ولایتونو کې د شپې لخوا مخابراتي شبکې بندېږي

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) منلې چې په لږ تر لږه ۲۳ ولایتونو کې د وسله والو د طالبانو د ګواښ له امله د شپې لخوا د مخابراتي شبکو فعالیت بندېږي.

افغان دولت وايي، د اورکم اونۍ په موده کې، چې په فبروري میاشت کې ترسره شوه، په عادي توګه دغو شرکتونو فعالیت کاوه.

خو وسله وال طالبان وایي، د شپې لخوا د شبکو بندولو پرېکړه یې ځکه کړې چې حکومت د دې شبکو په مرسته هدفونه په نښه کوي او بمبارۍ کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، د کندوز په ګډونه ځینو ولایتونو کې په دې بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډونه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د اترا ادارې د ولایتي چارو رییس نادرشاه ارین بي بي سي ته وویل، د اورکم اوونۍ د پای ته رسېدو او د جګړو له سره پیلېدو سره، د شپې مهال د مخابراتي شبکو ته له سره ګواښونه زیات شول.

ښاغلی ارین وايي، د شپې پرمهال د مخابراتي شبکو فعالیت بندېدل، دولت او خصوصي سکټور ته زیان اړولی.

د افغانستان په شمال ختیځ کې له درېیو ورځو راهیسې د ماښام له ۶ د سهار تر ۵ بجو پورې د مخابراتي شبکې فعالیت بنديږي.

Getty Images
طالبانو منلې چې ځینو سیمو کې یې د شپې لخوا شبکو ته د بندېدو امر کړی

د تخار د مخابراتو رییس عبدالغفور تلاش بي بي سي ته وویل، چې له درې پرله پسې شپو راهیسې په دې ولایت کې د ټولو مخابراتي شبکو فعالیتونه بند شوي دي.

همدارنګه په بادغیس کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، ټولی شبکې د سهار له شپږ بجو د مازدیګر تر څلورو بجو فعاله وي خو د شپې له خوا بندیږي، د ده په وینا یوازې د ‘سلام’ شبکه د شپې له مخې فعاله وي خو کیفیت یې ښه نه وي.

خو په هرات کې لا تر اوسه د بندیدو څه خبره نشته او فراه کې هم د اورکم اونۍ وروسته د بندېدو محدودیت لېرې شوی دی.

همدا راز په سیمه کې ځینې نور کسان وايي، په بلخ، سمنګان، سرپل او جوزجان ولایتونو کې هم د شپې له خوا مخابراتي شبکې فعاله او په نورمال ډول کار کوي.

په خوست ولایت کې د اترا مسول اسدالله بشر بیا وایي، د تهدید له امله هېڅ سایټ نه دی تړل شوی او نه هم د شپې له خوا تړل کېږي.

اخوا د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس ارسلاخان رسولي هم وایي، چې په ولایت کې یې د طالبانو د ګواښونو له امله مخابراتي شبکې نه دي تړل شوي.

Getty Images
طالبان وایي، حکومت د مخابراتي شبکو په مرسته ځایونه په نښه کوي او بمبارۍ کوي

په ورته وخت کې د ننګرهار د مخابراتو رئیس وايي، ولایت کې یې د شپې له خوا دا ستونزه نشته خو په ټکو یې د حصارک ولسوالیو په ځېنو سيمو او شېرزادو کې مخابراتي شبکو لا له وړاندې کار نه کاوه، خو شبکې يې ۲۴ ساعته فعاله دي.

لغمان ولایت کې هم د دې ولایت د چارواکو په وینا د شپې له خوا د ا مسئله نه شته او وايي، له دولت شا او بادپښ ولسوالیو پرته په نورو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې کار کوي، خو ددوی په ټکو تر ډېره ښار ته نږدې سیمو کې غريزو سیمو کې مخابراتي ستونزې شته.

همدارنګه کونړ کې هم د شپې له خوا دا مسئله نه ده پيدا شوې، خو لېرې پرتو ولسوالیو کې یې له پخوا مخابراتي شبکې ستونزې درلودې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، چې په هغو ولایتونو کې چې اطلاع ومومي چې دولتي ځواکونه د عملیاتو پلان لري، د مخابراتي شبکو فعالیت بندوي.

ښاغلي مجاهد وویل، دولتي ځواکونه په ځانګړي توګه هوايي ځواکونه تر ډېره په عملیاتو کې د ټیلیفوني شبکو سېګنالونه څاري، ځکه د مخابراتی شبکو فعالیت بندوي.

د مخابراتي شبکو فعالیت په داسې مهال بندېږي چې د کورونا وېرس خپرېدا په دغه هېواد کې په یوه ټولنیزه اندېښنه بدله شوې، خو د شپې مهال مخابراتي شبکو ته د خلکو نه لاسرسی، خلک لاپسې اندېښمن کړي.

Getty Images
یو شمېر کسان ګیله کوي چې د کورونا وېروس له کبله اوسني وضعیت کې باید شبکې ۲۴ ساعته فعالې وي

طالبانو هم اعلان کړی چې د خپلو ولکې لاندې سیمو کې د کورونا وېرس خپرېدا مخنیوي لپاره یې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي، خو له دوه ورځو را په دېخوا د ټولنیزو شبکو کاروونکو پراخ غبرګونونه ښوولي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې که د شپې مهال چاته ستونزه پیدا شي، له روغتون او حکومته څه ډول مرسته وغواړي؟

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له اورکم اونۍ وړاندې هم په ډېرو ولایتونو کې ځینو مخابراتي شبکو د امنیتي ګواښونو په ځانګړې توګه د طالبانو د ګواښونو له امله د شپې فعالیت بند کړی وو، خو د اورکم اونۍ په جریان کې ټولو شبکو فعالیت کاوه.

ان دې ډلې تېر دوبی خصوصي مخابراتي شبکې اړ کړې چې د بلخ مرکز مزار شریف کې هم د شپې خپل فعالیت وځنډوي.

افغانستان کې، روشن، اتصالات، اېم.ټي.اېن او افغان بیسیم خصوصي مخابراتي شبکې دي چې ناامنو او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې هم پایې لري، ځکه له ګڼو ګواښونو سره مخ دي.

سلام دولتي مخابراتي شبکه چې د فعالیت سیمه یې تر ښارونو محدودوه ده، ۲۴ ساعته فعاله، خو د نورو مخابراتي شبکو فعالیت بندېدو سره، یې وړتیا خورا ټیټه شوې، انترنیټ یې کمزوری، غږ یې ټیټ او په څو وارې شمېره دایرولو سره یې زنګ تېرولو شونتیا نشته.

Trending

Exit mobile version