Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې پر اوربند ټینګار څرګند کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۱۱, ۱۳۹۹

د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) د اپریل پر ۲۴  په یوه خبرپاڼه کې، د روژې د مبارکې میاشتې د درناوي لپاره په افغانستان کې د بېړني او دوامداره اوربند لپاره یو ځل بیا خپله غوښتنه راپورته کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي:  د روژې مبارکې په لمانځغونډه او په نړۍ کې د کرونا رنځ له کبله د سختو شرایطو په پام کې نیولو سره، د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې له ټولو مشرانو او ګوندونو بیا هم غواړي، چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم او د دوامداره اوربند لپاره ګډې هڅې پیل کړي. همدارنګه دغه سازمان څرګنده کړې؛ له افغان اړخونو غواړو، چې په سیاسي جوړجاړي کې ښکېل شي، سیاسي اختلافات یوې ډډې ته کړي او د افغانستان د خپلمنځي خبرو لپاره هڅې وکړي، چې په هیواد کې دوامداره سولې ته لاسرسي ومومې.

د اسلامي همکاریو سازمان د دغې خبروینا له لارې د یاد سازمان د مکې مکرمې هغې ناستې ته نغوته کړې، چې د دغه سازمان د وزیرانو په ګډون په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره د عالمانو نړیوال کنفرانس لخوا  د ۲۰۱۸ په جولای کې تصویب شوې وه.

سربېره پردې، د اسلامي همکاریو سازمان، د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د هوکړې ستاینه کوي او خوښي څرګندوي، چې د دغې هوکړې له کبله د بندیانو د خلاصون لړې پیل شوه.

همداراز دغه بنسټ له ټولو افغان مشرانو او ګوندونو څخه غواړي، چې سره یو شي او د کرونا رنځ پروړاندې مبارزه په ګډه وکړي.

د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ باید ټول د هغو هڅو ملاتړ وکړي، چې د افغان حکومت له خوا د دغې مرګوني رنځ ضد ترسره شوي دي.

خبرپاڼې په پای کې  یاد سازمان له افغانانو سره د هراړخیزې پخلاینې، تلپاتې سولې، ثبات او پرمختیا لپاره د ملي اجماع پر بنسټ د دوی په هڅو کې، د مرستو ژمنه هم  تازه کړه.

تازه خبرونه

د تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

Published

on

تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې بندېدا وروسته نن ماسپښین ۲ بجې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شوه.

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده، چې په وروستیو نږدې څو اوونیو کې د پاکستانیو پوځیانو د تاوتریخوالي له کبله تړلې وه.

د دې دروازې بندېدا د کډوالو لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کړي او د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

Published

on

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د څرګندونو له مخې؛ د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د یاد ولایت په مرکز کې شاوخوا ۸۵ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ سربېره پر دې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له کبله ۲ کسان د یوې ۵ کلنې ماشومې په ګډون پر شهادت رسېدلي دي.

ویل کیږي، چې اړوند زیانمنو سیمو ته د موسيساتو ګډې ډلې استول شوي، چې له زیانمنو کورنیو سروي ترسره او عاجلي بشري مرستي ورسره وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو له‌خوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.

د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمه‌ییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!