تازه خبرونه

د ختیځو ولایتونو استوګن په جلال آباد کې هوايي ډګرغواړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

شپږ لسیزې وړاندې په جلال آباد کې هوايي ډکرجوړ شوی؛ خو له یوې نیمې لیسزې راهسې بهرنیو ځواکونو نیولی او ملکي پروازونو ته ترې اجازه نه ورکوي.

ولسي استازي له حکومت غواړي، چې د ملکي پرازونو لپاره نوی هوايي ډکرجوړ کړي.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وایي، په ننګرهار ولایت کې د ملکي الوتنو نشتوالي خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي  او ملکي هوایي ډګر غواړي.

د نوموړي له څرګندونو له مخې؛ ولسمشر ننګرهار ته په خپل سفر کې د دغې ستونزې د حل ژمنه کړې وه؛ خو ډېره وڅنډیده.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې د کمیسون مشر امیرخان یار  وايي، په جلال آباد د څلوزو په دښته کې  د بل هوايي ډکر جوړولو لپاره په شپږنوييم مالي کال کې بودیجه ځانګړې شوې وه؛ خو د مسوولینو د بې غورۍ له کبله یې کار پیل نه شو.

د نوموړي په وینا؛ سیمه ییز چارواکي د دې سیمې امنیت ونیسي او د هوایي ډګر د جوړولو چارې دې په کې پیل کړي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د بل هوايي ډګر د جوړلو لپاره د مناسبې ځمکې پيداکولو وخت ونیولو او د اړوند مسوولینو له تازه څېړنو وروسته یو ځای غوره شوی، چې ژر به په کې د هوايي ډکر لومړۍ چارې پيل شي.

د هوايي ترانسپورت مسوولین وايي، په جلال آباد کې د هوايي ډګر د جوړولو لپاره د سروې چارې بشپړې او پایلې یې اړوند ادارو ته استول شوي دي.

د ختیځو ولایتونو لپاره د ملکي هوايي دګر جوړول یوه جدي اړتیا ده؛ خو حکومت له یوې لیسزې راهیسې دغلته د ملکي هوايي ډګر د جوړولو ژمنې کوي؛ خو پلې شوې نه دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version