تازه خبرونه
د عامې روغتیا وزارت د باکیفیته درملو د واردولو لپاره له نوې تګلارې خبر ورکړ
د عامې روغتیا وزارت د درملتونونو لپاره نوې کړنلاره ترلاس لاندې نیولې، چې له مخې به یې هېواد ته باکیفیته درمل وارد او د فساد مخه ونیول شي.
د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې پر ورځ د اداري سمونونو او ملکې خدمتونو له خپلواک کمیسیون سره په چارو کې د ښه والي لپاره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چي له مخې یې د درملو اداري پروسیجر آسانه کیږي.
د اداري سمونونو او ملکې خدمتونو خپلواک کمیسیون رییس احمد نادر نادري وایي، په ولایتونو کې د درمل پلورنځیو له پرانستې سره ۳۴ پړاوه کار کیده؛ خو د دغې هوکړې له لاسلیک سره دا پړاوونه رالنډ شول او له سل څخه د ډېرې ورځو کار ۱۳ ورځو ته راورسیده.
د عامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي؛ مونږ هڅه کوو، چې د درملو یو شان خدمات وړاندې کړو. له دې وروسته درملتونونو اداري بهیر به ډېر آسان وي او لږ وخت نیسي. دا کار به د فساد خنډ هم شي.
دا یادونه پر داسي مهال راپورته کیږي، چې اوس زیاتره درمل ټیټ کیفیت لري او له همدې کبله زیاتره ناروغان د درملنې لپاره بهر ته ځي.
خبریال: رفیع صدیقي