تازه خبرونه

د غزني د اندړ دوه سیمه ییز پولیس د پوستې پلورلو پر تور نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: )

د غزني امنیتي چارواکو ویلي؛ په دې ولایت کې دوه سیمه ییز پولیس، چې له طالبانو سره یې اړیکې درلودې؛ د یوې امنیتي پوستې له سپارلو مخکې ونیول شول.

د غزني ولایت امنیه قومندان ویلي، چې نیول شوي پولیس د لغمان ولایت اوسیدونکي دي او د اندړ ولسوالۍ د امین قلعه په پوسته کې یې دنده تر سره کوله.

نوموړي زیاته کړې، چې دغو سیمه ییزو پولیسو غوښتل اړوند پوسته له ټولو تجهیزاتو سره پر طالبانو وپلوري.

دغو دوه سیمه ییزو پولیسو اعتراف کړی، چې له  یو څه وخت راپدیخوا له طالبانو سره ملګري شوي وه او غوښتل یې، چې اوړمه شپه دغه پوسته طالبانو ته وسپاري.  

په امنیتي بنسټونو کې د طالبانو د نفوذي کسانو شتون کومه نوې خبره نده؛ دوی تل ملي ځواکونه له مرګ و ژوبلې سره مخ کړي دي.  

Trending

Exit mobile version