تازه خبرونه
د غزني تاریخي کلا یو بل برج هم ونړید
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د غزني کلا د افغانستان په تاریخي او لرغونو آبداتو کې راجستر شوې، چې ۳۶ برجونه لرل؛ خو تراوسه یې څو برجونه نړیدلي دي.
د غزني یو شمېر اوسیدونکي د اطلاعاتو او فرهنګ پر ریاست نیوکه کوي، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي آثارو په ساتنه کې یې ناغیړي کړې ده.
دوی ویلي، چې که د غزني تاریخي آبداتو ته پاملرنه ونشي؛ نو ټول به له منځه ولاړشي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ او ګرځندوی آمر محبوب الله رحماني وايي، دا برج د تیر کال جګړو، واورې او باران زیانمن کړی و، چې له کبله یی ونړید.
د یادونې ده، چې د غزني کلا په دې ولایت کې سل کالنه تاریخي مخینه لري.