تازه خبرونه

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هرات ولایت ته سفر کړی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۶) د تورغنډۍ له لارې د افغانستان هرات ولایت ته سفر کړی دی.

ټاکل شوې، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په دې سفر کې د اقتصادي همکاریو دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

ویل کیږي، چې د ریل پتلۍ غزیدل او په افغانستان کې د پانګونې تر سره کول هغه دوه هوکړه لیکونه دي، چې د افغانستان د مالیې وزارت د چارسمبالي او ښاغلي مردوف تر منځ به لاسلیک شي.

ښاغلی مردوف په هرات ولایت کې د چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

ترکمنستان نه یوازې د افغانستان یو سوداګریز ملاتړی هېواد دی، بلکې د لاجورد د سوداګریزې لارې یو ډاډمن غړی هم دی.

Trending

Exit mobile version