تازه خبرونه

د غزني په آب بند کې موتربم برید ۱۵ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو د شنبې پر ورځ( د چنګاښ۵) د سهار څلورنیمې بجې د دغه ولایت د آب‌ بند ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ پر ودانیو موټربم برید کړی، چې په کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د غزني د آب ‌بند  ولسوال جمعه خان تره کي رسنیو ته د دې برید په اړه په ډاګه کړېي، چې په دې پېښه کی څلور پوليس وژل سوي او ۱۷  نور ټپیان دي.

د ولسوال د څرګندونو له مخې؛ چاودنه خورا زوروره وه او د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې مسوولیت منلی او څرګندوي؛ په دې برید کې یې د ولسوالۍ ودانۍ په بشپړ ډول له منځه وړي او په کې میشت لسګونه پولیسو او عسکرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د برید د ځاني زیان په اړه بشپړ جزئیات ندي تر لاسه شوي.

Trending

Exit mobile version