پرمختګ او بشپړتیا
د خصوصي او نادولتي بنسټونو کارمندانو ته د تقاعد حق ورکړ شو
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۱) ومنله، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د خصوصي سکتور او نادولتي بنسټونو کارمندانو ته د تقاعد د حق مقرره تصویب اود پلې کیدو وړ شوه.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې: د نادولتي( خصوصي) بنسټونو د کارمندانو د تقاعد د حق مقرره په درې فصلونو او ۲۲ مادو کې د وزارت لخوا ترتیب او د (افغانستان د اسلامي جمهوریت) د ولسمشر د حکم له مخې نافذ ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه تقنیني سند پربنسټ نادولتي او خصوصي بنسټونه اړ دي، چې خپلو کارمندانو ته د هر یو کال کار په بدل کې یوه میاشت تنخوا ورکړي.
سربېره پردې یاد وزارت زیاته کړې، چې دا د نادولتي موسسو د کارمندانو لپاره د تقاعد د ورکړې په اړه لومړی قانوني سند او یو لوی ګام دی؛ ځکه، چې ډېر شمېر افغانان د خصوصي سکتور لخوا پر دندو ګمارل کیږي او باید د تقاعد له حقه برخمن شي.
ویل کیږي، چې افغانستان د کارګرانو ټولنیز او اقتصادي وضعیت ته په کتو د نړۍ تر ټولو بېوزلی هېواد دی.
پرمختګ او بشپړتیا
په پنجشېر کې له شمال ختیځو ولایتونو سره د هېواد د مرکزي ولایتونه د نښلولو هڅې روانې دي
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.
د پنجشیر سیمهییزو چارواکي ويلي؛ د دې ولایت د والي لهخوا د ۴۵۱ میلیون افغانیو پر ارزښت د پنجشېر او تخار ترمنځ د سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.
چارواکو ویلي؛ پر تخار او پنجشېر سربېره به بغلان، بدخشان، کندوز او نور شمال ختیځ ولایتونه د هېواد له مرکز کابل سره ونښلیږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ د بدخشان- پنجشېر سړک، چې ۲۹۰ کیلومټره اوږدوالی او ۱۰ مټره پلنوالی لري؛ بشپړېدو ته نږدې دی. دغه راز د نورستان- پنجشیر ۱۶ کیلومټره سړک د جوړولو کار بشپړ شوی او په راتلونکي کې د دې ولایت والي د دې سړک د پراخوالي ډاډ ورکړ دی.
پرمختګ او بشپړتیا
افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې پر عملي پیل خبرې وکړې
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په دې روستیو کې د ترکمنستان هېواد له مسوولینو سره په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل پر عملي بهیر خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ټاپي اړینې پروژې د چارو د پیل په اړه د ترکمنستان له سفیر سره خبرې وکړې. په دې کتنه کې دواړه لوریو ویلي، چې دواړه هېوادونه د ټاپي پروژې د کار بهیر پیلول غواړي.
د اسلامي امارت مسوولینو د دې پروژې د عملي کار د پیل لپاره چمتووالی ښود لی.
د خصوصي سکتور غړي هم د دې پروژې د کار د عملي چارو پیل د افغانستان اقتصاد لپاره مهم بولي او څرګندوي؛ که د پروژې د پلي کولو پر وړاندې مالي ستونزې نه وي؛ نو اوس د دې و خت رارسیدلی، چې دا پروژه پلې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي؛ د ټاپي پروژه، چې د افغانستان لپاره خورا اړین اقتصادي ارزښت لري. که مالي ملاتړي همکاري وکړي؛ نو د دې پروژې د عملي کیدو لپاره ترټولو مناسب وخت رامنځته شوی، چې له اقتصادي پلوه د سیمي په هېوادونو کې ژور بدلونونه رامنځته کولی شي.
دا پروژه، چې له ترکمنستان پیل او بیا تر هندوستان پورې غزیږي؛ ۱۸۱۴ کیلومټره اوږد والي لري چې ۸۱۶ کیلومټره د افغانستان له خاوري تېریږي.
د دې پروژې د پلي کېدو لګښت ۲۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر کیږي.
له دې نللیکي په کلني توګه ۳۳ میلیارډ مټرمکعب ګاز لېږدول کیږي.
په دې پروژه کې به په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان ته به د کال ۴۰۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کیږي.
په دې پروژه کې افغانستان په لومړیو لس کلونو کې ۵۰۰ میلیون مټره، په دوه یمه لسیزه کې یومیلیارډ او په درېیمه لسیزه کې یو نیم میلیارډ مټرمکعب ګاز ترلاسه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو هم د ټاپي پروژې عملي کیدل د افغانستان او د دې پروژې د شریکانو لپاره له اقتصادي پلوه خورا مهمه بولي.
دوی زیاتوي، چې د ټاپي پروژه کولی شي هېواد له اقتصادي ستونزو وژغوري.
اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وایي: په عملي کیدو سره به په میلیونونه ډالر د هېواد په عوایدو کې زیات شي او په زرګونه هېوادوال به مو کار پیدا کړې. د هېواد په صنعتي کیدو کې مو هم اړین رول ولري.
د هېواد اوسیدونکي هم له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د پروژو د پلي کولو بهیر پراخ کړي، چې خلک له بی کارۍ وژغورل شي.
د کابل ښار اوسیدونکی صنیع الله رامین وایي: مونږ له اسلامي مارته غوښتنه کوو، چې هېوادوالو ته د کار د برابرولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي، چې د شته اقتصادي ستونزو د پراخېد مخه پرې ونیول شي.
د ټاپي پروژه، چې د کار عملي چاري يي په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان د مشرانو له خوا پرانستل شوې او ټا کل شوې وه، چې په ۲۰۱۹ کال کې ګټی اخستني ته سپارل شوې وه؛ خو د بېلا بېلو ستونزه له کبله دا پروژه په افغانستان کې له خنډ او ځنډ سره مخ وه. اوس، چې اسلامي امارت له واک و ځواک لرخمن شوی؛ وخت به یې د عملي چارو بهیر په ډاګه کړي.
ویل کیږي، چې د دې سترې سیمه ییزې اقتصادي پروژې د عملي پیل لپاره به دروانې میاشتې په اوږ دو کې د ترکمنستان یو پلاوی هم افغانستان ته راشي.
پرمختګ او بشپړتیا
افغان بیسیم مخابراتي شرکت انټرنټي بیې راټيټې کړې
د افغان بیسیم شرکت مسوولینو ویلي، چې د دوشنبې له ورځې به نوې انټرنټي کڅوړې په ټيټه بیه خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې انټرنټ ته د خلکو اړتیا د هرې ورځې په تېریدو مخ په ډېریدو ده؛ ځکه، نو افغان بیسیم مخابراتي شرکت په انټرنټي کڅوړو کې تخفیفونه راوستي دي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژې وزارت مسوولینو ويلي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له مخې له افغان بیسیم شرکت سره هوکړې ته رسیدلي، چې دغه شرکت به د انټرنټ بیې را ټيټوي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد د عالي شورا د پرېکړې له مخې په دې اړه له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره هوکړې ته رسیدلي دي.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت استازی علي الله سروري وايي، چې پر ټیټ قیمت د انټرنټ نوې کڅوړې به د دوشنبې شپې پر دولس بجو خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې د کورونا ویروس له کبله په ځينو لویو ښارونو کې پر تګ راتګ محدودیتونه لګیدلي او خلک اړ دي، چې په موبایل او انټرنټ له حالاتو ځان خبر وساتي.
خلک د افغان بیسیم د دغه ګام هرکلي کوي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه8 hours agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ1 day agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا په شخړه کې ډیپلوماټیک بدلون
-
تازه خبرونه4 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی

