انځوريز خبرونه

د ایران د برید پروړاندې د ترمپ غبرګون: د آمریکا غیږ د سولې لپاره تل پراخه ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د آمریکا جمهور رئیس ډونالد ترمپ وايي چی په عراق کې د دوی پر اډو د ایران لخوا د توغندیو په برید کی هیڅ یو آمریکايی عسکر ندې ژوبل شوې.

ترمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل چی د ایران پرضد به لاسخت اقتصادي او پوځي بندیزونه ولګول شي.

ایران تیره ورځ په عراق کې د آمریکایی پوځ په اډو باندې توغندي وغورځول او څرګنده یی کړه چی دا کار یی د سلیماني د وژنې د غچ اخیستنې په موخه ترسره کړې دې.

د سلیماني له وژنې وروسته ډونالد ترمپ په کلکو ټکو ویلي وه چی که چیرې ایران د غچ اخیستنې په موخه آمرکایی وګړو او یا نقاطو باندې برید وکړي نو هرومرو به یی د برید له لارې ځواب ورکړي. خو د ایران د توغندیو له برید وروسته د ترمپ د خبرو لحن ډیر متفاوت بریښیده.

ترمپ او یو شمیر نور آمریکایی مقاماتو تل د جنرال سلیماني د وژنې برید سم ګڼلې او وایي چی سلیماني د امریکې پرضد د برید برنامې لرلې.

د دغه وینا له لارې ترمپ له انګلستان، آلمان، فرانسې، روسيې او چین څخه وغوښتل چی د “برجام” په نوم هستوي تړون څخه چی په کال ۲۰۱۳ کی جوړ شوې دې ووزي. هغه زیاته کړه چی ایران د دغه تړون له لارې ۱.۸ میلیارده ډالر ترلاسه کړي او پیسې یی په یمن، سوریه، لبنان، افغانستان او عراق کې میشت وسلوالو ډلو لږولې دي.

ترمپ په خپله وینا کې وویل: “ایران دې د هستوي وسلو له غني کولو لاس واخلي. موږ د ایران د خلکو او رهبرانو لپاره د د داسې یو راتلونکې هیله کوو چی دوې یی مستحق دي. غواړو چی ایران د کور دننه او بهر له نورو ملتونو سره یو هوسا او خوشحاله ژوند ولري. متحده ایالات چمتو دې چی سولې ته غیږ پرانیستي.”

Trending

Exit mobile version