لوبی
د افغان نجونو فوتبال ملي لوبدله د یکشنبې پر ورځ له ایران سره لوبه لري
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هېواد د نجونو فوتبال ملي لوبدله به سباته خپله دوه یمه لوبه د مرکزي آسیا په سیالیو کې د ایران په وړاندې لوبه لري.
د هېواد نجونو فوتبال ملي لوبډلې په دې سیالیو کې تېره ورځ د ازبکستان له خوا پر ۲۰ ګولونو ونازول شوه.
په دي سیالیو کې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان، ایران او تاجکستان ملي لوبډلې برخه لري.