تازه خبرونه

د افغانستان حکومت د طالبانو او افغان سیاسیونو د همغږۍ مخنیوی کوي- ملا هبت الله

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

طالب مشر ملاهبت الله د شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۱) په ډاګه کړې؛  د افغانستان حکومت هڅه کوي، چې له طالبانو سره د افغان سیاستمدارانو د همغږۍ مخه ونیسي.

نوموړي په خپل اختریز پیغام کې ګواښ کړی، چې هیڅوک باید موخې ته له رسیدو مخکې له دوی څخه د اوربند او د جګړې د درولو غوښتنه ونکړي.

هغه د سولې بین الافغاني خبرې له پرمختګ سره مخ بولي؛ خو له امریکا غواړي، چې د سولې په اړه د طالبانو طرحه په رښتیني توګه ومني.  

تمه وه، چې طالبان د اختر په ورځو کې اوربند اعلام کړي؛ خو ملا هبت الله په پوره ټینګار څرګنده کړې؛ هیڅوک دې موخې ته له رسیدو مخکې له مونږ دا هیله نکوي، چې خپل تاوده سنګرونه ساړه او څلوېښت کلنې سرښندنې هیرې کړو.

د طالبانو موخه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بشړ وتل دي او دا ښیي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به جګړه روانه ساتي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود وایي، چې ښاغلی اشرف غني غواړي حکومت ته ورته سوله هم پخپل انحصار کې راولي.

طالب مشر په خپل پیغام کې څو ځایه له امریکا او سیاستمدارانو سره د سولې له هوکړې وروسته د اسلامي نظام پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

.د یادونې ده، چې د ملي وحدت حکومت د ملاهبت الله د تورونو او غوښتنو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي

Trending

Exit mobile version