تازه خبرونه
د افغانستان له زندانونو څخه د طالبانو د خوشې کولو بهیر پل شوی
ولسمشر د اختر په لومړۍ ورځ ویلي وه، چې ډېر ژر به نږدې نهه سوه بندیان خوشې شي، چې ډېر یې طالبان دي.
په وروستیو ورځو کې ځینې بندیان د رسنیو په غیاب کې خوشې شوي او تازه د هرات، بګرام او څرخي پله له زندانونو څخه د طالبانو افراد خوشې شوي دي.
د ولسمشر غني لخوا د دغو بندیانو د خلاصون پرېکړه له پیله ډول ډول غبرګونونه را وپارول.
پخوانی پوځي ظاهر عظیمي اندېښنه ښیي، چې دوي بېرته د جګړې میدانونو ته ور ونه ګرځي.
ولسمشر غني ویلي، چې د مشورتي لویې جرګې مشورو ته په کتو د ښه نیت لپاره دوی طالب بندیان خوشې کوي.
د پخواني ولسمشر د دفتر رییس کریم خرم وایي، چې دا د جګړې دواړو خواوو تر منځ پر یو او بل باور پیدا کولی شي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا کسان طالبان ندي؛ خو وایي، د دې پرېکړې هرکلی کوي.
د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر أغا وایي، چې لدې مخکې هم یوشمېر بندیان خوشې شوي وه او دا هم نشو ویلی، چې د افغانستان موضوع د بندیانو له خوشې کولو سره حلیږي.
لدې سره په یوه وخت کې ځینې ملکیان او پوځیان هم د ځانګړیو امنیتي ځواکونو لخوا آزاد شوي دي.
ویل کیږي، چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د طالبانو له ۱۵ ډېر زندانونه په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو لخوا مات شوي دي.
خبریال: علی اصغري.