تازه خبرونه
د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري- عمران خان
د پاکستان لومړي وزیر به له ترمپ سره له لومړۍ لیدنې مخکې ویلي، د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري او په دې اړه به له ترمپ سره خپلې غوښتنې مطرح کړي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خپلو خلکو ته ډاډ ورکوي؛ نه یوازې زه، بلکې اوس ټوله نړۍ وایي، چې افغانستان یوازې پوځي حل لار نلري. زه به ستاسو ټولې غوښتنې له دونالد ترمپ سره مطرح کړم او تاسې به ونه شرموم.
د ترمپ د دولت یوه جګپوړي چارواکي ویلي؛ ټاکل شوې په دې کتنه کې له عمران خان وغوښتل شي، چې د افغانستان سولې لپاره ګام پورته کړي او اسلام آباد دې د ترهګرو خلاف اقدام وکړي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست هم هیله من دی، چې د پاکستان د لومړي وزیر او دونالد ترمپ دا کتنه به د افغانستان د سولې پر بهیر مثبت اغېز ولري.
د احمد ولي مسعود ټاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال لطیف نظري ویلي؛ تر هغې، چې پاکستان په دې لیدنه کې د ډاډ وړ امتیازات تر لاسه نکړي؛ هغه تمه، چې ترمپ یې ترې لري عمران خان به یې ونه مني.
دا لیدنه پر داسې مهال تر سره کیږي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړې ته نږدې شوې ده.
افغان حکومت هیله من دی، چې د خان او ترمپ کتنه به د افغانستان د سولې پر بهیر مثبت اغېز ولري.
د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم وایي؛ په داسې یو پړاو کې، چې نړیوالې اړیکې مو راکمې شوي؛ خو هیله من یو، چې سولې ته د رسیدو لپاره د سیمه ییزې همغږۍ او رښتینو هڅو لیدونکي شو.
د پاکستان او امریکا د مشرانو دا کتنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې دواړه هېوادونه اوسمهال چندان جوړ هم ندي؛ ترمپ د تېر میلادي کال په لومړیو کې څرګنده کړېوه، چې پاکستان دروغجن دی له یوې خوا له امریکا په میلیاردونو دالر اخلي او له بلې خوا د ترهګرو ملاتړی دی.