Connect with us

لوبی

د افغانستان فوتبال ملي لوبډلې مالدیف مات کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د فوتبال ملي لبډلې له شپاړس کلنۍ د ټیټ عمر لرونکیو د آسیا اتلولۍ د پیلیزو لوبو په دوه یمه سیالۍ کې مالدیف ته ۰ـ ۳ ماته ورکړه او د دغو سیالیو په درېیمه ډله کې د څلور امتیازونو لرونکې وګڼل شوه.

د فوتبال ځوانې ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له فلسطین سره ۲ـ ۲ مساوي تر سره کړې ده.  

لوبی

د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچه‌اچونه پای ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

په کابل کې د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووه‌ویشتمه) له غرمې وروسته د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو د مهالوېش ټاکلو لپاره د پچې‌اچونې مراسم ترسره شول.

د افغانستان فوټبال فدراسیون، آریانا ټلویزیوني څانګه او د دغه لیګ مالي ملاتړ‌کوونکی ویکټور انرژي د یاد پړاو سیالیو د مهالوېش لپاره د پچې‌اچونې مراسمو کوربه ول، چې له غرمې وروسته له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وړاندې شول.

دغه مراسم د آریانا تلویزیون په سټوډیو کې جوړ شوي وه او پچه‌اچونه یې د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ د عمومي رییس احمدالله وثیق له‌خوا ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د افغانستان فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فډراسیون او د بدني روزنې او سپورټ څانګې تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د افغانستان فوټبال فډراسیون تخنیکي رییس محمد طاهر رووفي، د آریانا ټلویزیو د سوداګریزې برخې مشر لطف الله ستانکزي، د ویکتور انرژی مدیر غلام رباني عباس، د پامیر ګروپ د شرکتونو د عامه اړیکو مسوول میر‌احمد بهره او د کلبونو استازو ګډون کړی و.

دولس لوبډلې په دې زړه‌راکښونکیو سپورتي سیالیو کې برخه اخلي، چې د شنبې پر ورځ (د غویی لومړۍ) پیل کیږي او د غبرګولي تر درېیمې به روانې وي.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره کیږي او په لومړۍ لوبه کې به فوټبال لوبډله ابو مسلم فراه له سرسبز یاشلر سره مخ شي.

په ټول هېواد کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي د آریانا او آریانا نیو ټلویزیونونو له لارې د سیالیو تازه خبرونه او معلومات ترلاسه کړي.

 آریانا نیوز او آریانا ټلویزیونونه د سیالیو پر مهال او له سیالیو مخکې تازه موضوعات خپروي.

لومړۍ لوبه به د شنبې پر ورځ ماسپښین ۲ بجې پیل او له آریانا ټلویزیون څخه به پر ژوندۍ بڼه خپره شي.

د دې ورځې دوه‌یمه لوبه مازیګر څلور بجې پیلیږي او سرخ‌پوشان خوافي به له خراسان فاریاب سره مخ شي.

دغه سیالۍ به ۳۳ ورځې په ۶۶ لوبو کې ترسره شي.

ټاکل شوې، چې په دې ټورنمنټ او سیالیو کې به ۱۲ غوره لوبډلې ( سرسبز یاشلر فاریاب، واحدي کندوز، اټک انرژی هرات، سرخ پوشان هرات، عصمت لغماني، ابو مسلم فراه، استقلال کابل، خدیم اف‌سي سرپل، خراسان، عینو مېنه کندهار، عدالت فراه لف‌سي او موج سااحل لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ د پچه‌اچونې مراسم سبا له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۴۰۳)

په داسې حال کې، چې د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو پیل ته څو ورځې پاتې دي؛ د هېواد فوټبال فډراسیون به د دغو سیالیو د پچه‌اچونې مراسم سبا (دوشنبه د وري اووه‌ویشتمه) په کابل کې تر سره کړي او د آریانا نړیوال ټلویزیون یې پر ژوندۍ بڼه خپروي.

پچه‌چونه به د کابل پر وخت مازیګر ۴ بجې پیل شي او له آریانا او آریانا نیوز ټلویزیونونو څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

دغه راز دا پچه‌اچونه د آریانا سپورټ په فیسبوک پاڼه او یوټیوب چینل کې هم پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

تېره اوونۍ د آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې اعلان وکړ، چې دوی به د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو پر ژوندۍ، قانوني او ځانګړې بڼه تولید او خپور کړي.

د دغو سیالیو د دوه اړخیز او درې اړخیز تړون د لاسلیک مراسم د یکشنبې پر ورځ ( د وري نولسمه ) د آریانا ټلویزیون، فوټبال فډراسیون او ویکټور انرژي ترمنځ ترسره شول.

دا سیالۍ به د افغانستان فوټبال فډراسیون د کابل په پېنځه زره کسیز لوبغالي کې ۳۳ ورځې په ۶۶ لوبو کې ترسره شي.

ټاکل شوې، چې په دې ټورنمنټ او سیالیو کې به ۱۲ غوره لوبډلې ( سرسبز یاشلر فاریاب، واحدي کندوز، اټک انرژی هرات، سرخ پوشان هرات، عصمت لغماني، ابو مسلم فراه، استقلال کابل، خدیم اف‌سي سرپل، خراسان، عینو مېنه کندهار، عدالت فراه لف‌سي او موج سااحل لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د سیالۍ د خپرېدو جزئیات:

په ټول هېواد کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي د راتلونکیو سیالیو په اړه د خبرونو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا نیوز ویب پاڼه تعقیب کړي؛ ځکه، چې آریانا نیوز او آریانا ټلویزیونونه له سیالیو مخکې او د سیالیو په بهیر کې له خپلو پاڼو وروستي معلومات خپروي.

د افغانستان اتلانو لیګ د سیالیو د پایلوبې د لیدو لپاره لاندې لینکونه کتلای شئ:

د آریانا سپورټ فیسبوک:

 https://www.facebook.com/ATNSports/

د آریانا سپورټ یوټیوب:

https://www.youtube.com/channel/UC5UUICmInlYFsi8j9PpxVLw

Continue Reading

لوبی

د افغانستان پر وړاندې دردوونکې ماتې مې له سترګو خوب وتښتاوه – بابر اعظم

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۳)

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم ویلي، چې د ۲۰۲۳ ز. کال په کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ماتې “خورا دردونکې” وه او د لوبې له بایللو وروسته یې ټوله شپه خوب ندی کړی.

بابر اعظم A sport ته ویلي: دا لوبه زما لپاره ډېره دردونکې وه؛ ځکه، چې په نړیوال جام کې د افغانستان پر وړاندې ماتې ډېر توپیر درلود.

هغه زیاته کړې: زه فکر کوم، چې هغو ډېر ښه کرکټ وکړ او مونږ هغه څه ونشول کولی لکه څنګه، چې ورته اړتیا وه. مونږ هڅه وکړه او ښې منډې مو جوړې کړې؛ خو څرنګه، چې دواړه لوبغاړي (ابراهيم ځدراڼ او رحمت شاه) لوبه کوله، داسې نه ښکارېده، چې لخ ډګره به ووځي؛ د دوی وړتیاوې باید ومنل شي.

بابر زیاته کړې: هغه ورځ زما لپاره يوه سخته ورځ وه. ما پر هغه ورځ خوب ونشو کولی. دې [ماتې] زما زړه سخت ودرداوه.

بابر اعظم بیا د دې ناکامۍ پر څرنګوالي غور وکړ او څرګندوي، چې تجربه د داسې حالاتو په اداره کولو کې مرسته کوي.

هغه وایي: وګورئ، بریا پرې لږ څه وخت نیسي؛ یو یا دوه ورځې … هرڅومره، چې ډېره لوبه وکړئ، څومره تجربه مومئ، پوهیږئ، چې څنګه ځان سمبال کړئ.

افغانستان د ۲۰۲۳ ز. کال په کرکټ نړیوال جام سیالیو کې پاکستان ته د ۸ ویکټو پر توپیرماتې ورکړه.

رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه له پنځوسو ډېرې منډې وکړې او نور احمد درې ویکټې واخیستې.

د دغې لوبې غوره لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ، چې ۸۷ منډې یې کړې وې؛ خپله جایزه له پاکستان څخه د جبري ایستنې کډوالو ته ډالۍ کړه او افغانانو یې د دې کار پوره ستاینه وکړه.

دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا وه.

د یادونې ده، چې دا دوه لوبډلې اووه ځله په دې ډول سیالیو کې له یو بل سره مخ شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!