تازه خبرونه

د خوست پر سرحدي سیمو پاکستاني پوځیان توغندي توغوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د خوست تڼیو، چې د پاکستاني پوځیانو له توغندیزو بریدونو په تنګ شوي؛ آریانا نیوز ته ویلي، چې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا یې د تڼیو ولسوالۍ پر ورژلې سیمه توغندیز بریدونه روان ساتلي، چې ډېر خلک د وېرې له کبله نورو سیمو ته کډه شوې دي.

د خوست د تڼیو ولسوالۍ خلک د دغو بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي.

د سیمې اوسیدونکي له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د پاکستان لخوا دې په تڼیو ولسوالۍ کې د توغندیو د لګیدو مخه ونیسي؛ ځکه، چې د دې سیمې ډېرې کورنۍ د وېرې له کبله نورو سیمو ته کډه شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې په تڼیو ولسوالۍ کې له ګاوند حکومت پاکستان سره د اوږدې پولې خلکو خپلې وسلې راخیستي او له خپلې خاورې په میړانه دفاع کوي.

د خوست ولایتي چارواکي هم مني، چې پر تڼیو ولسوالۍ پاکستاني پوځیان له څه وخت راپدیخوا بریدونه کوي او څرګندوي؛ له مرکزي حکومت سره یې موضوع شریک کړې او د حل ژمنه يې ورکړې ده.

د خوست والي محمد حلیم فدايي پر تڼیو ولسوالۍ د پاکستانیو پوځیانو توغندیز بریدونه مني او وايي؛ یاده موضوع يې مرکزي حکومت او امنیت شورا ته وړاندې کړې او هغوی ډاډ ورکړی، چې یاده ستونزه به حل کړي.

والي محمد حلیم فدايي په تڼیو ولسوالۍ کې د خوست د اوسیدونکيو هڅې ستایي او وايي، چې هر وخت يې خپله له خاورې دفاع کړي او کوي يې.

د پاکستانيو پوځیانو لخوا پر کونړ سربېره دادی په سویل ختیځ زون کې نه یوازې پر خوست،  بلکې د یاد زون پر پکتیا او پکتیکا هم توغندي توغول کیږي، چې بېلابېلې ولسوالۍ یې له کوزې پښتونخوا سره اوږده پوله لري. دغه راز د پاکستان لخوا وخت نا وخت پر افغان خاوره د اغزن تار او پوستو جوړول هم هغه څه دي، چې په ټوله کې يې خلک له حکومت څخه د مخنیوي غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version