Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب کمیتې پر بي بي سي نیوکه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې د بي بي سي پر یوه رپوت نیوکه وکړه، چې ګواکي په کابل او نورو ولایتونو کې یې ځينې سیمې په قومي او مذهبي نسبت یادې کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې رییس نجیب شریفی وایي، لومړی دا، چې په کابل کې د شعیه میشتو او سني میشتو پر نومونو د سیمو وېش نشته او نشو کولی تر منځ یې کرښه راکاږو، چې دا د سعیه ګانو او دا د سنیانو سیمې دي. زه فکر کوم، چې دا فکر سم نه دی او له بې بې سي په پرېکنده توګه غواړم، چې په دې اړه حساس وي.

نوموړی د بې بي سي دغه ډول چلند د خبریالۍ له اصولو سره په ټکر کې ګڼي.

دغه راز ښاغلی نجیب شریفي د بې بې سي پر هغه ګزارش هم بې بنسټه وباله، چې ګواکې د وسلوالو طالبانو د رهبر ملا هبت الله زوي په هلمند کې ځانمرګی برید کړی دی.

د نوموړي په وینا؛ کله، چې د طالبانو ویاند ادعا کوي، چې په هلمند کې د ملا هبت الله زوی ځانمرګی برید کړی؛ مونږ نشو کول پر دې ادعا بسنه وکړو، ځکه یاد برید یو ترورستي کار دی او دا به دې ډلې ته تبلیغات هم وي.

په کابل کې د بي بي سي دفتر مسوولینو د خبریالانو د خوندیتوب د کمیتې د دغو څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

Advertisement

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.

د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی.

هغه وایي: ترکمنستان د ټاپي د طبیعي ګاز نل‌لیکې جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې موخه یې جنوبي آسیا ته په کال کې ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز رسول دي.

امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نل‌لیکې د غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.

د ټاپي پروژې اجرائیوي رییس همداراز څرګنده کړې، چې د طبیعي ګازو له کارولو سره به په هوا کې د کاربن ډای اکساید ګازو د خپرېدا کچه راټیټه شي.

 

 

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!