بلخ @ps
د جوزجان زرګونه اوسیدونکیو د افغانستان د ژغورنې له ائتلاف ملاتړ اعلام کړ
د جوزجان ولایت زرګونه اوسیدونکیو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ژغورنې له ائتلاف ملاتړ اعلام کړ.
په جوزجان کې د جنبش ګوند پلویانو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ژغورنې شورا په ملاتړ شعارونه پورته کړل او خپل ملاتړ یې له دغه ګوند څخه اعلام کړ.
د جنبش ګوند رییس باتور دوستم وایې، د حکومت یو شمېر مشرانو د دغه ائتلاف په اړه غلط تعبیرونه کړي او دغه تعبیرونه یې نړوالو ته هم بیان کړي دي.
د بلخ ولایتی شورا رییس افضل حدید په دې غونډه کې وویل؛ د دغه ائتلاف له رامنځته کیدو سره سم د حکومت لنګې ولړزیدل.
د کنګرې او وحدت ګوند ګوندونو استازي هم اوسنی دولت ناکام بولي او د افغانستان د ژغورنې له شورا څخه خپل ملاتړ اعلاموي.
د جنبش تر چتر لاندې ګډونوال هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راتګ او هغه ته د ولسمشر لخوا د واکونو د بېرته ورکولو غوښتونکي دي.
دا په داسي حال کې ده، چې د دغې غونډې ترسره کوونکي د ائتلاف شورا له مشرانو څخه د ملاتړ ترڅنګ ټینګار کوي، چې له دي وروسته د حکومت پر وړاندې د دغه ائتلاف د مشرانو امر به عملي کوي.