تازه خبرونه
د افغان ترک په ښوونځیو کې د زدکوونکیو والدین د ښوونکیو نیول سیاسي ګڼي
د افغان ترک په ښوونځیو کې د زدکوونکیو والدین وایي، اوړمه ورځ د افغان- ترک د څلور ښوونکیو نیول سیاسي بڼه لري؛ ځکه دوی یوازې زدکړې ورکولې او په سیاست کې دخیل نه ول.
سودا دیمیرجي له خپل خاوند او دوه ماشومانو سره له پېنځه نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې د افغان- ترک په یوه ښوونځي کې زدکړې ورکوي. د دې ترکي ښونکې میړه هم د نیول شویو په ډله کې دی، چې ملي امنیت نیولي دي.
سودا دیمیرجي زیاتوي، د میړه په اړه یې هیڅ معلومات نه لري او پخپل وضعیت اندېښنه ښیی.
هغې په ډاګه کړې، چې، ترک او افغان ښوونکي د سیاسي انګیزې له مخې نیول شوي دي.
د یونس دیمیرجي ښځه هم وایي، مونږ له سیاست سره کار نه لرو؛ مونږ ښوونکي یو او علمي بنسټونه باید له سیاست لیرې وي. زه ډاډه یم، چې دا سیاسي مساله ده، زمونږ ښوونځي له سیاست سره هیڅ کار نه لري.
یلماز ایتن، یونس دیمیرجي او ندراګوشچي ترک ښوونکي دي، چې له افغان ښوونکي مسعود وردګ سره د سې شنبې په ورځ ملي امنیت نیولي دي.
امنیتي چارواکي وایي، دغه کسان تر شک لاندې دي؛ نو، ځکه ونیول شول، خو د افغان- ترک ښوونځیو ریاست دا مساله ردوي.
د افغان- ترک ښوونځیو د ریاست مرستیال احمد فواد حیدري وایي، مونږ د دوی په اړه هرراز تور په ځانګړي توګه ان له ترګرۍ د تړاو هغه هم ردوو.
د افغان ښوونکي مسعود وردګ پلار غلام صدیق ویلي، زوی یې د افغان- ترک په ښوونځیو کې له کلونو راهیسې زدکړې ورکولې او دا اقدام کولی شي پر ښوونیز نظام بد اغېز وکړي.
هغه له حکومت غواړي، چې زوی یې خوشې کړي.
د مسعود وردګ خور ماریامحب وایي، د ورور نیول مې یوه تېروتنه ده او دا کار د ښوونې بهیر له خنډ سره مخ کوي.
د افغان- ترک ښوونځیو د ریاست مسوولین اندېښمن دي، چې نیول شوي ترکان ترکي دولت ته ونه سپارل شي. په داسې حال کې، چې د کابل او انقرې تر منځ د بندیانو د استرداد هیڅ تړون نشته.
تازه خبرونه
بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلامآباد
د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلامآباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.
احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.
هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.
هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.
تازه خبرونه
په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولتآباد ولسوالیو کې راوتلي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.
ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي.
تازه خبرونه
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.
د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.
دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.
د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې لهخوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.
په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سوداگري3 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
نړۍ4 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې
-
تازه خبرونه3 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
لوبی1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
سوداگري4 days ago
تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت له ۱۰ میلیارډ ډالرو ډېر و – د احصائې ملي اداره