لوبی
د افغان کرکت ملي لوبډلې په هند کې درېيمه شل اوریزه نړيواله لوبه هم وګټله
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغان کرکت ملي لوبډلې تېره ورځ په هند کې له آيرلنډ څخه د کرکت درېيمه شل اوریزه نړيواله لوبه هم وګټله.
پچه ايرلنډ وګټله؛ خو افغانستان ته يې د لوبې پيلولو بلنه ورکړه.
افغانستان په شل اورونو کې د اته لوبغاړیو په سوځېدو دوه سوه دريدېرش منډې وکړې.
دا په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لهخوا تر ټولو لوړهدف ګڼل کېږي.
ايرلند ونهتوانیده، چې ورکړشوى هدف پوره کړي، په وروستي اوور کې يې ټول لوبغاړي وسوځیدل او دوه سوه پېنځه منډې یې وکړې.
د تېرې ورځې له بريا سره افغانستان خپلې تېرې یوولس شل آوره لوبې ګټلي، چې يو نړيوال ريکارډ يې ټينګ کړ.
محمد نبي د لوبو د دې لړۍ غوره توپ وهونکى او راشد خان ارمان غوره توپ اچوونکى وبلل شول.