تازه خبرونه
د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د ماموریت پر دوام او ملاتړ ټینګار څرګند کړ
د امریکا دفاع وزیر که څه هم د افغانانو خپلمنځي خبرې د تاوتریخوالي پای ته رسولو تر ټولو ښه لار ګڼي؛ خو ټینګار کوي؛ تر هغې، چې د سولې خبرې یوې پایلې ته نوي رسیدلي، د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې به یرغلیز عملیات روان وي.
هغه افغانستان ته د خپل سفر په دوه یمه ورځ او له افغان مشرانو سره له کتنې وروسته د افغان امنیتي او دفاعي چارواکو سره یې یوې ګډې خبري ناستې ته په افغانستان کې د امریکا د ماموریت پر دوام او د افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د امریکا دفاع وزیر مارک سپر ویلي، چې مونږ او زمونږ ټول شریکان له همدې ځایه اعلانوو، چې خپل تړون ته ژمن یو او د افغان ځواکونو ملاتړ روان ساتو. زمونږ ماموریت په افغانستان کې بدلون نه دی کړی، مونږ د ترهګرو پر وړاندې په مبارزه کې د افغان ځواکونو له عملیاتو ملاتړ کوو.
د امریکا دا پوځي چارواکی له افغانانو سره د سولې د راتلوونکیو ګامونو په تړاو غږیدلی او وايي، یرغلیز عملیات به یې تر هغو روان وي، چې د سولې خبرو پایله نوي ورکړي.
نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانانو خپلمنځي ناسته د یوې سیاسي حل لارې لپاره پایلې ته د رسیدو لپاره تر ټولو ښه د لارې نقشه ده؛ خو تر هغې پورې، چې دا خبرې پایلې ته نوي رسیدلي، مونږ به د طالبانو په وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوو. مونږ په افغانستان کې ډېرې پیسې ولګولې او قرباني مو ورکړه. د امریکا خلک به د افغانستان د خلکو تر څنګ وي.
د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو چارسمبالي د هغه څه ستاینه کوي، چې دوی یې په افغامستان کې د امریکا قرباني یادوي.
د دفاع وزارت چارسمبالي اسدالله خالد ویلي، چې مونږ به په پوځي او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه او نورو برخو کې ستاسو هڅې او قرباني هیرې نه کړو. د افغامستان خلک هره ورځ قرباني ورکوي او مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې کې مخکې روان یو.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی مسعود اندرابي څرګنده کړې، چې مونږ د افغان ځواکونو په ځانګړي توګه پولیسو د دوامداره اړتیاوو په تړاو بحث وکړ. مونږ د ترهګرو پر وړاندې په مبارزه کې د اقداماتو په تړاو هم خبرې اترې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، د امریکا د ولسي جرګې یو جګپوړی پلاوی هم کابل ته راغلی او دې پلاوي له ولسمشر او نورو چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان پر سوله، تاوتریخوالي او ټاکنو خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ