تازه خبرونه

د امریکايي ځواکونو د قومندې ګډ مرکز د ایران له نیابتي ډلو اندېښمن شوی

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۳۹۸)

د امریکايي ځواکونو د قومندې ګډ مرکز قومندان څرګنده کړې، چې ایران به په افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو پر مرسته امریکايي او ائتلافي ځواکونو ته زیان ورسوي.

 د امریکايي ځواکونو د قومندې ګډ مرکز قومندان جنرال کنت فرنک مکینزی تېره ورځ کابل ته په یو نا اعلان شوي سفر کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.

نوموړي هغو خبریالانو ته، چې له ده سره په دې سفر کې ملګري وه ویلي: په افغانستان کې د ایران له اندېښنو ډکې شراچوونکې کړنې ویني.

جنرال مکینزي په ډاګه کړې؛ ایران تل تر یوه بریده په افغان مسایلو کې منفي رول درلود؛ خو هغوی ښايي داسې یو فرصت لټوي، چې د خپلو نیابتي ډلو په لاس میشتو ائتلافي ځواکونو ته زیان ورسوي، ځکه مونږ دغې موضوع ته ډېر اندېښمن یو.

جنرال مکینزي وايي؛ داسې شواهد شته، چې ښیي په افغانستان کې د ایران ډېریدونکې هڅې د ائتلافي او امریکايي ځواکونو لپاره خطرونه رامنځته کوي.

د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې امریکا په لوی لاس افغانستان د ایران لمنې ته وروغورځاوه.

ملي وحدت حکومت ويلي؛ ایران ژمنه کړې، چې له امریکا سره د لانجو لمن به افغانستان ته نه غزوي.

د افغانستان ملي امنیت شورا دفتر ویلي، د ملي امنیت سلاکار محب الله محب د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره په کابل کې د یوې لیدنې پر مهال ویلي:  افغانستان له ګاونډ هېوادونو سره د خپلو ګټو او د بهرني سیاست د واضح تعریف پر اساس خپلواکې اړیکې لري او هیله ده، چي د همدې تعریف په رڼا کې یې له ایران سره هم اړیکي غښتلي شي.

دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان ویلي، چې هېواد یې د افغانانو پر مالکیت او رهبرۍ د سولي له پروسې، د افغانستان له برحاله نظام او نافذه قوانینو ملاتړ کوي.

امریکا د ایران لاسوهنې د اندېښنې وړ بولي او له دې مخکې په کابل کې د ایران سفیر ویلي وه ، چې د اړتیا له مخې به په افغانستان کې د امریکا د پوځي مرکزونو په اړه پرېکړه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکوما د امریکا او ایران تر منځ د رامنځته شویو شخړو او ناندرو په اړه د ناپېیلتوب سیاست غوره کړی دی.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version